لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به سبا نوې جمهوررئیس ټاکي


په پاکستان کې دنوي جمهوررئيس دټاکلو لپاره سبا دخالي په ورځ رايې ورکول کيږي اؤ په دغه لړ کې دټولو تياريو ترسره کيدو وروسته دقومي اسمبلۍ ، سنا اؤ څلورو واړو صوبايي اسمبليو غونډې سبا رابلل شوي دي.
دجمهوررئيس دپاره تر ټولو پياوړى کانديد دپيپلز ګوند ګډ مشر اصف علي زرداري دى ، دچا په هکله چې دهغه دګوند مشران ادعا کوي چې تر ٥٠٠ؤ زياتې رايې به په اسانۍ سره ترلاسه کړي.
دهيواد دبل ستر سياسي ګوند مسلم ليګ(ن) لخوا دجمهوري رياست دپاره پخوانى قاضي سعيدالزمان اؤ دمسلم ليګ(ق) لخوا مشاهد حسين سيدکانديدان دي.
مسلم ليګ(ن) چې په پنجاب ايالت کې تر ټولو زياتې رايې لري په دې هڅه کې دى ترڅو دخپل کانديد په حق کې دمسلم ليګ(ق) کانديد مشاهد حسين سيدپه ټولټاکنو کې دبرخې اخستو څخه لاس په سر کړي.
ولې مسلم ليګ(ق) دريځ لري چې کۀ ليګ(ن) ورسره ائتلاف جوړوي نو بايد هغوي خپل کانديد سعيدالزمان صديقي ټاکنو کې دبرخې اخستو څخه پشا کړي
مسلم ليګ(ن) ادعا لري چې د(ق) ليګ اؤ پيپلز ګوند دځينو مرورو مشرانو ملاتړ ورته حاصل دى.
دمسلم ليګ(ن) اؤ پيپلز ګوند ترڅنګ مسلم ليګ(ق) هم دخپل کانديد دبريالي کولو لپاره هلې ځلې پيل کړي دي اؤ په دې لړ کې دهيواد ټول سياسي ګوندونه ديو بل سره په جوخته رابطه کې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG