لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد:اصف زرداري دپاکستان جمهوررئيس غوره کړل شوى دى


په پاکستان کې دنوي جمهوررئيس دټاکنې دپاره درايې ورکولو عمل سرته رسيدلى دى اؤ دغير رسمي پائيلو له مخې دپيپلز گوند کانديد اصف علي زرداري په دروند اکثريت سره دپاکستان ١٤م جمهوررئيس غوره کړل شوى دى.
دجمهوررئيس دټاکنې دپاره نن دپاکستان د سنا، قامي اسمبلۍ اؤ څلورو واړو صوبايي اسمبليو غړو دسحر ١٠ؤ بجو څخه په رايې ورکولو پيل وکړو.
په دغه ټاکنو کې دپيپلز گوند لخوا اصف علي زرداري ، دمسلم ليگ(ن) لخوا سعيدالزمان صديقي اؤ دمسلم ليگ(ق) لخوا مشاهد حسين سيد کانديدان وؤ.
رايې ورکوونکيو دپټې پرچې يا کاغذ له لارې دخپلې خوښې کانديدانو ته رايې ورکړې.
دپاکستان دټولگنو دکميسيون مشر قاضي فاروق وايي دسنا اؤ قامي اسمبلۍ په ٤٣٦ رايو کې ٢٨١ رايې اصف علي زرداري ،دمسلم ليگ(ن)سعيدالزمان صديقي ١١١اؤدمسلم ليگ (ق)مشاهدحسين سيد٣٤رايې اخستي دي
همدغه راز په سرحد اسمبلۍ کې دپيپلز گوند کانديد ١٠٧ ، دمسلم ليگ(ن) سعيدالزمان صديقي ١٠ اؤ دمسلم ليگ(ق) مشاهد حسين سيد ٣ رايې ترلاسه کړي دي، ٤ رايې نۀ دي منل شوي.
دسندهـ په اسمبلۍ کې ټول په ټوله ١٦٢رايې اصف علي زرداري ته ورکړل شوي دي اؤيوه رايې نه ده منل شوې، له دغه ځايې څخه سعيدالزمان صديقي اؤ مشاهد حسين سيد يوه رايې هم ترلاسه نۀ کړل شوه.
په بلوچستان اسمبلۍ کې دپيپلز گوند کانديد اصف علي زرداري ٥٩، سعيدالزمان صديقي اؤ مشاهد حسين سيد ٢،٢ رايې اخستي دي.
دپنجاب اسمبلۍ ٣٧٠کارول شوؤرايوکې اصف زرداري ١٢٤،سعيدالزمان صديقي٢٠١اومشاهدحسين سيد٣٦رايې ترلاسه کړي دي
هيله ده دماښام پورې به دټولټاکنوکمسيون په رسمي ډول دپيپلزگونددکانديداصف علي زرداري دبرياليتوب اعلاميه جاري کړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG