لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایډمرل مولن : د ترهگرۍ پرضد جگړه کې به پاکستاني قبایلي سیمې هم ورگډوي


د امریکا د گډو ځواکونومشر مائیک مولن دا خبره منلې ده چې امریکا په افغانستان کې جگړو کې بریالۍ نه ده.
ښاغلي مولن ویلي په افغانستان که به پخپله تگلاره کې بدلون راولي او پاکستان قبایلي سیمو کې د جنگیالو پټ ځایونه به هم دغه تگلارې کې شاملوي.
ښاغلي مولن د امریکا د کانگرس ددفاعي چارو کمیټۍ ته په یوه وینا کې ویلي " زه باوري نه یم چې مونږ جگړه گټو خو زه باور لرم مونږ جگړه گټل شو" نوموړي زیاته کړه افغانستان او پاکستان د پولو دواړو غاړو لپاره مخکې نه په سټراټیجۍ جوړولو کار پېل کړې دی.
ښاغلي مولن وویل د هغه په فکر داوړه هیوادونه په یو رنگه یاغیتوب کې بوخت دي.
ښاغلي مولن دغه بیان په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې پاکستان قبایلي سیمو شمالي او جنوبي وزیرستان کې افغانستان موجود امریکایي ځواکونو لخوا بریدونو کې زیاتولی راغلې دی.
د تیر اگست میاشتې نه دپاکستان په قبايلي سيموجنوبي اؤشمالي وزيرستان کې پنځه میزایلي بریدونه شوي دي.
افغان ، امریکایي او ناټو چارواکې وایي دغه سیمې کې د القاعده او طالبانو پټ خوندي ځایونه دي او پاکستان حکومت نه ددغه ځایونو د منځه وړلوغوښتنه کوي.
بلخوا دپاکستان دپوځ سرلښکرجنرال اشفاق پرويزکياني وايي دپاکستان په خاوره کې به کوموبهرنيوپوځونوته دعملياتوکولواجازه نۀ ورکړل کيږي اؤدهيواددخپلواکۍ اؤحدونوساتنه به په هرقيمت کولى شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG