لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : بمې چادونې کې گڼ شمېر خلک مړه او ژوبل


د پاکستان پایه تخت اسلام اباد کې شوي بمي برید کې د مړو شمېره ٥٠ؤ ته او د ژوبل شوؤ شمېر١٠٢ ته رسېدلې دی.
پاکستاني پولیس او عیني شاهدان وایي دغه یو ځانمرگي برید ؤؤ . پوليس وایي ځانمرګي بريد کوونکي دچاؤديدونکو موادو څخه ډک ګاډى داسلام ميرټ هوټل دروازې سره ټکر کړو چې له دې وروسته درنه چاؤدنه وشوه .
ويل کيږي په دغه چاؤدنه کې تر ٨٠ؤ کلو پورې چاؤديدونکي مواد استعمال شوي دي. دا چاودنه په داسې حال کې شوې ده چې د پاکستان جمهوررئیس اصف علي زرداري نن په اسلام اباد کې څو شېبې مخکې دپارلمان ګډې غونډې ته پخپله لومړۍ وينا کې ترهگرۍ پاکستان لپاره غټ چېلنج گرځولې وؤ. د ښاغلي زرداري وینا لپاره اسلام اباد کې سخت امنیتی گامونه اخستل شوې ؤو.
د امریکې او برتانیې حکومتونو د اسلام اباد بمي چاودنې غندنه کړی ده.
دچاؤدنې له امله په ځمکه کې تر ١٥ؤ ګزو ژور سورى شوى دى، دشاوخوا کورونو شيشې ماتې شوې اؤ دميرټ هوټل برنۍ برخه په بشپړه ډول تباه شوې ده اؤ ددغه هوټل په يوه برخه کې اور لګيدلى دى. چاودنې غږ تر لری لری پوری اوریدل شوی دی.
مړۀ اؤ ژوبل کسان داسلام اباد نزدې روغتون ته تداوۍ لپاره وړل کيږي.اؤ داسلام اباد په ټولو روغتونو کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى دى
پوليس سيمې ته رسيدلي دي اؤ ټوله سيمه يې پخپله ګيره کې اخستې ده.
دکورنيو چارو دسرچينو وينا ده چې دپارليمان دالوځولو خبرونه رارسيدلي وؤ.
میریټ هوټل د اسلام اباد یو مشهور هوټل دی او اکثره پکې بهرني هیوادونو خلک پاتې کیږي. مطبوعاتو تر مخه په وژل شوؤ او ژوبل شوو کې بهرني وگړي هم شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG