لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سویلي وزیرستان کې امریکایي جاسوسي الوتکه غورځیدلی دی


دپاکستان پوځ دافغانستان پولې سره نزدې په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دامريکا دجاسوسي الوتکې دنسکوريدو پخلى کړى دى خو وايي دغه الوتکه په ډزو نۀ ده رانسکوره شوې بلکې دفني خرابۍ له امله غورځيدلې ده.
دنهې په شپه پاکستاني ميډيا راپورونه ورکړل چې دافغانستان څخه دامريکارااوړيدلې جاسوسي الوتکې دجنوبي وزيرستان دانگور اډې په سيمه کې الوت کولو چې دقبائيلو لخوا دډزو په کولو سره رانسکوره کړل شوه.
دامريکا ددفاع دمحکمې وياند ليفټننټ مارک رائټ په جنوبي وزيرستان کې دامريکايي جاسوسي الوتکې دغورځيدلو ترديد کړى دى اؤ وايي پينټاگان ته داسې هيڅ نۀ دى ترلاسه چې گنې امريکايي الوتکه دپاکستان په خاوره کې غورځيدلې ده.
دپاکستان دپوځ دعامه اړيکو څانگې نن دشورو په ورځ خبر ورکړو چې دامريکا دغه بې پيلوټه جاسوسي الوتکه دپاک افغان پولې سره نزدې په جلال خيل کلي کې راغورځيدلې ده.
پوځي څانگه وايي دغه پيښه په بشپړ ډول دفني خرابۍ له امله رامينځته شوې اؤ امنيتي ځواکونو دراغورځيدلې الوتکې ملبه پخپله ولکه کې اخستې ده.
دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس هم نن خبريالانو ته وويل دامريکا جاسوسي الوتکه په ډزو نۀ پلکې دفني خرابۍ له امله غورځيدلې ده.
پوځي وياند وويل دالوتکې دغورځيدو په هکله پلټنې پيل کړل شوي دي.
بل لوري ته دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي نن دشورو په ورځ هم په شمالي وزيرستان کې امريکايي جاسوسي الوتکو الوتنې کړي دي چې له دې امله دسيمې خلک دسختې ويرې ترهې سره مخ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG