لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان :  ميزايلي بريد ٢٠ کسان وژلي دي


دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود دوژل شوي ورور له خښولو وروسته په تندرويه طالبانو امريکايي جاسوسي الوتکو بريد کړى دى چې پکې دپاکستاني طالبانو دمهم مشر محمدعمر په ګډون ٢٠ کسان وژل شوي دي.
دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا دغه ميزائيلي بريد دخالي اؤ توار په مينځ شپه شاوخوا ١١ بجې دجنوبي وزيرستان په شکئ سيمه کې شوى دى چې له امله يې ځايې تندرويه کمانډر محمدعمر دهغۀ دوه وروڼه ، درې وريرونه اؤ نور اولسي خلک ووژل شول.
ويل کيږي بنو څخه داتوار په ورځ دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود ورور يحيى محسود لا درکه شوى ؤچې مړى يې دډيره اسماعيل خان سره نزدې بران ډيم سيمې څخه ترلاسه شوى ؤ اؤ وروسته هغه دجنوبي وزيرستان په محسود سيمه کې خاورو ته وسپارل شو، په دغه جنازه کې دځايې تندرويانو څخه پرته غير ملکي جنګيالو هم ګډون وکړو، دجنګيالو په ګرځيدلو راګرځيدلو جاسوسي الوتکو په سيمه الوتنې پيل اؤ ميزائيلي بريد وکړل شو
استخباراتي چارواکي ادعا کوي چې دوانا سره نزدې دغه سيمه دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله مسحود مضبوط مرکز ګڼل کيږي اؤ دبريد په وخت کور کې تندرويه کمانډر اؤ غيرملکيان موجود وؤ.
چارواکي وايي ميزائيلي بريد کې وژل شوي زياتره پاکستاني طالبان دي.
دچارواکو له مخې ميزائيلي بريد کې وژل شوى تندرويه کمانډر محمد عمر دافغان کمانډر جلال الدين حقاني دکمانډر ملا منصور ملګرى ؤ.
دپاکستان قبائيلي سيمو کې تراوسه له ٤٠ؤ زيات ميزائيلي بريدونه ترسره شوي دي چې پکې لږ ترلږه ٦٥٠ کسان وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG