لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : قامي اسمبلۍ هندي گواښونه غندلي دي


د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني ویلي چې هغه نه گڼي چې پاکستان او هند تر منځ د جگړې کوم خطر شته. ښاغلي گیلاني دا بیان په داسې حال ورکړې چې نن د پاکستان قامي اسمبلۍ په یو متفقه توگه منظور کړي شوي قرارداد کې د هند لخوا په سیمه کې د جگړې گواښونه غندلي دي.
د پاکستان د قامي اسمبلۍ قرارداد زیاتوي چې هند دی ممبۍ ترهگري بریدونو پلټنو کې پاکستان سره مرسته وکړي. پرون د هند صدراعظم من موهن سنگه هم د جگړې خبرونه رد کړي وؤ او په پاکستان یی بیا ټینگار کړی وؤ چې د ترهگرو پرضد دې عملیات وکړي.
دواړو غلیمو هېوادونو تر منځ تېره میاشت د ممبۍ بریدونو وروسته یوځل بیا تاوتریخوالې زیات شوی دی او هند په پاکستان تور لگوي چې د ممبۍ بریدونو کې تورن کسان پاکستان کې روزل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG