لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزه د اسرایلو بریدونه په څلورمه ورځ هم دوام لري


د فلسطین په غزه سیمه کې د اسرایلي جنگي الوتکو بریدونه په څلورمه ورځ هم دوام لري او اسرایلي چارواکو ویلي د فلسطین حماس ډلی سره د جگړې ودرولو خواهش نه لري.
اسرایلو د هم ویلي چې د جگړې خاتمه به ترخه وي. فلسطیني چارواکو ویلي په نني بریدونو کې لس کسان وژل شوي دي.
د خالي ورځ نه پېل شوي بریدونو کې د وژل شوؤ کسانو شمېر ٣٥٠و نه اوښتی دی. اسرائیل وایي دغه بریدونه د فلسطین د حماس ډلی لخوا د راکټي بریدونو ځواب دی.
د اسرایل لخوا د بریدونو باوجود د حماس جنگیالو په راکټي بریدونو کې څلور اسرایليان وژل شوي دي. پرون د اسرایل د بهرنیو چارو وزیری ټي زیپي لېواني ویلي وؤ اسرائیل غزه سیمه په خپله ولقه کې د اخستلو هېڅ اراده نه لري.
په ټوله نړۍ کې د اسرایلو لخوا د فلسطنیانو پرضد د روانو بریدونو غندنه روانه ده.
اروپایي ټولنی کمیسون په سم لاسي توگه غزه کې د تشدد ودرولو غوښتنه کړی ده. برسلز کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې وروسته په یوه بیانیه کې ویل شوي تشدد له امله غزه سیمه کې ملکي خلکو ته سخت زیان رسي.
کمیسون غواړي غزه ته بشري مرستې ورسوي دغلته روغتونو د ژوبل شوؤ کسانو کې د زیاتوالی له عمله سختو ستونزو سره مخ دي.
اروپایي کمیسون حماس باندې هم د راکټي بریدونو د ودرولو غږ وکړو. د ملگرو ملتونو سر منشي بانکي مون هم پرون په اسرایل او حماس باندی په سم لاسي توگه د تشدد د ودرولو غږ کړی وؤ.
نوموړي شخړې ته د نړیوالی ټولنۍ په ځواب باندې هم نیوکې وکړې او زیاته یې کړه نړیوال مشران دې د شخړی هوارې لپاره د خبرو اترو مرسته وکړي.
د روسیه د بهرنیو چارو وزیر سرجي لاوروف د گل په ورځ حماس باندې د خپل سیال گوند مشر او د فلسطین جمهوررئیس محمود عباس سره په گډه حکومت نه جوړولو باندې نیوکي کړي وی.
ښاغلي لاوروف ویلي وؤ حماس دی محمود عباس د فلسطیني خلکو مشر ومني.
په عربي نړۍ او د اروپا په گډون د امریکا په شکاگو ښار کې د اسرائیلي بریدونو پرضد احتجاجونه شوي دي. په دغو احتجاجونو کې په زرگونو خلکو برخه اخستې او د اسرایل بریدونه یې غندلي دي.
اخوا سپینه ماڼی وایي اسرایلي بریدونه د حماس لخوا د بې گناه اسرایلو د وژنې ځواب دی.
سپینه ماڼۍ حماس یو ترهگر تنظیم بلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG