لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هيلري کلنټن :د اوباما حکومت به پاکستان اؤ افغانستان سره په گډه کار کوي


دامريکا په راتلونکې حکومت کې دبهرنيو چارو نوې ټاکل شوې وزيرې هيلري کلنټن وايي دنوي جمهوررئيس براک اوباما انتظاميه به دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب دله مينځه وړلو لپاره پاکستان اؤ افغانستان سره په گډه کار کوي.
دسنا دبهرنيو چارو کميټې لخوا په رسمي توگه دبهرنيو چارو دوزيرې ټاکلو څخه وروسته پخپله وينا کې ميرمن هيلري وويل په پاکستان کې په جمهوري توگه ټاکل شوي حکومت دترهه گرۍ په ضد جگړه دخپل هيواد دگټو جنگ گڼي.
هغې وويل په دې هکله دپاکستان دپياوړي دريځ سره دهغوي مورال نور هم لوړ شوى دى.
نوموړې زياته کړه براک اوباما انتظاميه به افغانستان اؤ پاکستان کې دهاغو خلکو سفارتي، پرمختيايي اؤ دفاعي مرسته کوي چې دالقاعده، طالبانو اؤ نورو ورانکارو په ضد ولاړ وي.
هيلري کلنټن وويل دامريکا نوى جمهوررئيس به دترهه گرۍ په ضد دجنگي کړنلارې بيا دسره جاج اخلي ترڅو دترهه گرۍ نوغى په غوره ډول وويستل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG