لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بوش عادي ژوند پېل کړو


د امریکا پخوانی جمهورئیس جارج بوش او دهغه مېرمن لاره بوش د نهې په ورځ د امریکا نوي جمهورئیس باراک اوباما د څوگند پورته کولو مراسمو کې د گډون وروسته د امریکا ټیکساس ایالت کې خپل پلارني کلي ته لاړو.
ښاغلي بوش ده ته هرکلي ویلو لپاره غونډ شوو خلکو ته د یو څه جوش نه ډکه وینا کې وویل چې د هېواد د آئنده په اړه خوش بینه دی.
نزدې شل زره خلک دهرکلی لپاره په میډ لېنډ نوم ښار کې ورټول شوی وؤ.
ښاغلي بوش وویل چې نن د امریکې لپاره ښه ورځ ده ، یو ښه انسان جمهوررئیس جوړ شوی دی او مونږ ټول د هغه د کامیابۍ لپاره دعا کوو.
ښاغلي بوش د خپل واکمنۍ په وخت د ځینو هغو کارونو ذکر هم وکړو.
چې هغه یې خپل کامیابۍ گڼي په دغو کې د تعلیم وضعې ښه کولو هڅې، په نړۍ کې د ایچ ایې وي پرضد مبارزه او د یولسم سېپټمبر د پېښو وروسته د ترهگرۍ پرضد جگړه ده.
ښاغلې بوش د امریکا جمهورئیسي په داسې وخت کې پریښودی چې په هېواد کې دننه یې مشهورتیا ډیره کمه شوې وه.
په ورستیو کالنو کې د خپل گوند ریپبلېکن غړي تر هم په شا شوي وؤ.
او د جمهوررئیسی لپاره دگوند کاندید جان مېکین ترې هم ډډه کړې وه. د ښاغلي بوش په دوره کې تر ټولو لانجمنه خبره د عراق جگړه وه.
ډیرو تنقید کوونکو ویل په درغو ولاړو استخباراتی معلوماتو په اساس یې د عراق جگړه پېل کړې ده او دا چې ددغه جگړې دترهگرۍ سره هیڅ تړاو نه وو.
خو ځیني نور ناقدین بیا وایی چې ښاغلي بوش په منځنی ختیځ کې د ډیموکراسۍ تخم کرلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG