د پاکستان بلوچستان ایالت کې ځانمرگي برید کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.
دغه ځانمرگی برید پشین اولسوالی کې د جینکو په یو دینی مدرسه کې شوی دی.
ځانمرگی برید کې اته کسان ژوبل شوي هم دي. دا برید هغه وخت وشو کله چې په مدرسه کې د اسنادو تقسیمولو دستوره ترسره کیده.
د ځایي پولیسو مشر ویلي د برید هدف د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا اختر شیراني وو څوک چې د اسنادو تقسیمولو په پروگرام کې میلمه وو.
مولانا شېراني په دغه برید کې روغ رمټ وتلی دی.
1