لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرځایې کړل شوي مشر قاضي افتخار چوهدري نن رسمي کار پېل کړو


دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي افتخار محمدچوهدري نن دنهې دورځې څخه يو ځل بيا په ستره محکمه کې په رسمي ډول خپلې دندې ترسره کول پيل کړي دي.
سترې محکمې ته دمشر قاضي په رسيدلو گڼ شمير وکيلانو اؤ دمدني ټولنې استازو دهغه هرکلى وکړو اؤ وروسته مشر قاضي دسترې محکمې دپرسونل سره لنډه ليدنه وکړه.
په ستره محکمه کې دننه وکيلانو ته دوينا په مهال مشر قاضي په هغوي ټينگار وکړو چې بايد دعدليې دنظام څخه دبډو رشوتونو په له مينځه وړلو کې خپله کوټلې مرسته وکړي.
افتخار محمدچوهدري وويل په هر کچ دکيدونکې درغلۍ په هکله گيلې يا شکايتونه دسترې محکمې دمنشي سره ثبت کيدلى شي.
مشر قاضي دټول ټاکنو دکميسيون دمشر حامد علي مرزا څخه دهغه دمنصب لوړه هم واخسته.
دسترې محکمې مشر قاضي افتخار محمدچوهدري دپاکستان پخواني جمهوررئيس پرويز مشرف دنورو قاضيانو سره يو ځايې په دريم نومبر ٢٠٠٧م گوښه کړى ؤچې له هغې وروسته په گرد هيواد کې وکيلانو، دمدني ټولنې غړو اؤ سياسي فعالينو دعدليې دپځايې کولو دپاره کوټلى تحريک وچلولو
ددغه تحريک دفشار له امله دپيپلز گوند حکومت په ١٦م مارچ دټولو گوښه کړل شوؤ قاضيانو بيرته دپځايې کولو اعلان کړى ؤ.
بل لوري ته دپاکستان دسرکاري تيليويزيون له مخې جمهوررئيس اصف علي زرداري اؤ صدراعظم يوسف رضا گيلاني لويې څارنوال لطيف کهوسه ته امر کړى دى چې دسترې محکمې لخوا دميا نواز شريف اؤ ميا شهباز شريف دنۀ وړتيا په پريکړه دبيا نظر اچونې دخواست پيروۍ دپاره دشريف وروڼو سره په گډه کړنلاره جوړه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG