لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : طالب جنگیالو نهه پولیسان وژلي دي


په سویلي افغانستان کې په دوه جلا پېښو کې نهه پولیسان وژل شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزرات ویلی چې په هلمند کې په دوه جلا بریدونو کې چې لومړی د پولېسو پر کاروان وشو اوبل د پولېسو پرتاڼه باندې نهه پولېسان وژل شوي دي.
مامورینو ددغه دواړو بریدونو مسولیت په طالب جنگیالو اچولی دی.
د کورنیو چارو وزرات ویلی نهه پولیسان د هلمند ولایت په نهر سراج اولسوالۍ کې هغه وخت وژول شو کله چې طالب جنگیالو د پولیسو پر پوسته یرغل وکړو.
بلخوا په غزني ولایت کې طالب جنگیالو د پولیسو په کاروان برید کړی دی.
چارواکو ویلی په دغه برید کې څلور طالب جنگیالي وژل شوي دي او اووه پولیسان او دوه عام وگړي ژوبل شوی دي.
په افغانستان کې په ورستیو کې د تشدد کچه ډیره لوړه شوې ده او د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما پلان لري چې افغانستان ته نور ١٧ زره ځواکونو ولیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG