لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسيۍ : ١٢عسکر اؤ٦ تندلاري تښتول شوي دي


دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ څخه د١٢ؤ عسکرو په گډون ١٨ کسان نامعلومو وسله والو تښتولي دېې. او تر دې مهاله دتښتول شوؤ کسانو په اړه هيڅ معلومات نۀ دي ترلاسه شوي.

دسرچينو له مخې وسله والو کسانو دباړې په شين کمر امنيتي پوسته بريد وکړو اؤ له دغه ځايې څخه يې دمرستيال صوبيدار محمدعلي په گډون ١٢ عسکر دځان سره وتښتول.

سرچينې وايي بريد کوونکو دبريد په مهالامنيتي پوسته هم سوځولې ده.

دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې ده چې دتيرو دوه دريوؤ مياشتو راهسې دخاصه دار ځواک عسکرو ته دوژنو اؤ تښتونو گواښونه ورکړى کيدل.

تيره اوونۍ هم دځايې طالبانو لخوا خاصه دارو ته گواښ شوى ؤ چې خپلې پوستې خالي کړي.

دخيبرايجنسۍ دپوليټيکل انتظاميې له مخې دتښتولل شوؤ عسکرو لټون ديوې جرگې له لارې پيل کړل شوى دى خو تراوسه دهغوي په اړه هيڅ معلومات نۀ دي ترلاسه شوي

له دې وړاندې دخاصه دار ځواک دخيبرايجنسۍ صوبيدار ميجر فدا محمد دتيرې يوې نيمې مياشتې راهسې تندلارو تښتولى دى اؤ تراوسه دهغوي په ولکه کې دى.

بل لوري ته دبرقمبرخيل سيمې څخه دځايې تندروه مذهبي ډلې امر باالمعروف ونهي عن المنکر ٦ تندلاري هم نامعلومو کسانو هاغه مهال وتښتول کله چې هغوي په لويه لاره دخلکو دگاډو لټه کوله.

دخيبرايجنسۍ په لاره افغانستان کې ميشتو ائتلافي ځواکونو ته سامانونه وړل کيږي اؤدغلته ځايې طالبان اؤ تندلاري وخت ناوخته ناټو ته په وړونکو کنټينرونو بريدونه کوي.

دوه مياشتې له مخې امنيتي ځواکونو په خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي وؤ خو دتيرو څو ورځو راهسې دغلته يو ځل بيا دتندلارو فعاليتونه سيوا شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG