لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايډمرل مولن : پاکستان دالقاعده ځاله ده


دامريکا دگډو ځواکونودکميټې مشر ايډمرل مائيک مولن ويلي دي په افغانستان کې دامريکايي پوځيانو شميره کې دزياتوالي له امله به پاکستان دبې ثباتۍ ښکار شي.
دامريکايي سناء بهرنيو چاررو کميټې ته دحال احوال تيرولو په مهال نوموړي وويل القاعده پاکستان خپل مرکز جوړ کړى دى اؤ دالقاعده اؤ طالبانو ترمينځ همکارۍ کې زياتوالى راغلى دى.
ښاغلي مولن وويل دپاکستان پوځ ته به روزنه ورکولى شي اؤ دمليشه ځواکونو توانونو کې به هم اضافه کولى شي.
هغه وويل پاکستان دتندلاريتوب دگواښ دمنلو باوجود دهند څخه پام نۀ شي گرځولى.
نوموړي زياته کړه کۀ هر څو په افغانستان کې دطالبانو دله مينځه وړلو لپاره دامريکايي پوځ په شميره کې زياتوالي ته اړتيا ليدل کيږي خو په دغسې کولو سره په افغانستان کې موجود تندلاري پاکستان ته وراوړيدلى شي چې له امله به يې پاکستان نور هم بې ثباته شي.
دهغۀ وينا وه امريکايي پوځي مشران ددغسې وضعيت څخه دپاکستان د ژغورلو هڅې کوي.
پوځي مشر وويل په افغانستان کې دتندلارو دله مينځه وړلو اؤدافغاني پوځيانو روزنې سملاسي بشپړولو لپاره دامريکايي پوځ په شميره کې زياتوالى ضروري دى.
نوموړي وويل القاعده له افغانستان څخه وروستو پاکستان خپل مرکزجوړوي اؤ يو ځل بيا منظم کيږي.
هغه وويل په افغانستان کې موجود طالبان به تيښتې نه پريږدو او نه به هم افغانستان دالقاعده مرکز جوړيدلو ته پريږدو.
نوموړي وويل کمزورى ډيموکراټيک حکومت،دتندلاريتوب مخ په زياتيدونکې هلې ځلې اؤ په امريکايي پوځ کې نوره اضافه دسيمې تباهي اؤ دامريکايي ملي سلامتۍ لپاره هم يو گواښ دى.


Keywords: Admiral, Mullan, Afghanistan, Pakistan, alqaida, terror, tribal areas

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG