د پاکستان دصوبه سرحد په ناقراره سيمو سوات او دير کې دتير يو شواروز په مهال پوځ د١٨ؤ جنگيالو دوژلو او٢٣ نورو دنيولو ادعا کړې ده او وايي تندلارو سره په نښتو کې يې ٣ عسکر هم وژل شوي دي.
دپاکستان دپوځ لخوا په جاري کړل شوي بيان کې ويل شوي دي دسوات بيه سيمې کې دلټونې دعملياتو په مهال ټپيان شوي ١٨ تندلاري خپلو ملگرو خوندي سيمو ته نۀ شول رسولى ځکه نودکمانډر په وينا دغه ١٨ واړه تندلاري خپلو ملگرو وژلي دي.
امنيتي ځواکونو دجنوب څخه شمال پورې سمايي کلى،ډنډۍ، بوکه او يخ تنگي سر سيمې له تندلارو څخه پاکې کړي دي.
همدغه راز په شاه ډهيرۍ سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته کې ٣ عسکروژل شوي او د٣ؤ پوځي مشرانو په گډون ٨ ټپيان شوي دي.
دمټې تحصيل په وينايي کې دځايې خلکو په مرسته ٨ او په بره دير کې دقامي لښکر او تندلارو ترمينځ نښته کې ٢ جنگيالي وژل شوي او دهغوي ١٥ؤ کورونو ته اور اچول شوى دى.
دپاکستان پوځ دغه ادعا په داسې حال کې کړې ده چې پرون دگل په ورځ په شمالي وزيرستان کې دپاکستاني پوځيانو په يو کاروان دتندلارو دبريد له امله لږ ترلږه ١٦ پوځيان وژل شوي وؤ.
دپاکستان پوځ زياتره وخت پخپلو بيانونو کې ادعاوې کوي چې په سوات کې يې دطالبانو ځالې له مينځه وړي دي اؤ ډير زر به په دغه سيمه کې روان پوځي عمليات پايې ته ورسول شي.
خو دپوځ په دغسې ادعاوؤ دڅو مياشتو اوښتو باوجود تر دې مهاله په سوات کې دپوځ او تندلارو ترمينځ دنښتې راپورونه په پرله پسې ډول ترلاسه کيږي.
حکومت په سوات کې دطالب مشرانو پسر درانۀ انعامونه ايښي خو تر دې مهاله پوځيانو نۀ خو په دغو عملياتو کې کوم لوړپوړى طالب مشر نيولى اؤ نۀ يې وژلى دى.