لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ دسوات عملياتو کې د٢٣ؤ جنگيالو دوژنې ادعا کړې ده


د پاکستان دصوبه سرحد په ناقرارو سيمو سوات او دير کې دتندلارو په ضد پوځي عمليات دوام لري او پوځ ادعا کوي چې دغلته يې نور ٢٣ وسله وال جنگيالي وژلي دي.
پوځ وايي دعملياتو په مهال يې ٥ جنگيالي ژوندي هم نيولي دي.
دپاکستان دپوځ لخوا په جاري کړل شوي سرکاري بيان کې ويل شوي دي امنيتي ځواکونه دسوات په شاه ډهيرۍ سيمه کې پښې مضبوطوي او دغلته دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته کې ١٧ تندلاري وژل شوي دي.
دپوځ په بيان کې دجنوبي وزيرستان په هکله ويل شوي تندلارو دجنډوله په پوځي قلعه درې راکټونه داغلي خو کومه مرگ ژوبله يې نۀ ده اړولې.
دپاکستان پوځ په سوات ، بونير ، شانگله او کوز دير کې روانو عملياتو کې د١٦ؤ سوؤ څخه دزياتو تندلارو دوژل کيدو ادعا کوي خو څيړونکي دپوځ لخوا په وړاندې کيدونکې دومره غټه شميره شکونه کوي.
پوځ چې په دغه عملياتو کې څومره تندلاري وژلي دهغوي مړي يې تر دې مهاله ميډيا ته نۀ دي ښکاري البته تيره اوونۍ دپاکستان دپوځ وياند ميجرجنرال اطهر عباس په سوات کې دوژل شوؤ ٥٠ؤ جنگيالو يو عکس دمطبوعاتي کانفرنس په مهال خبريالانو ته وښودلو.
ښاغلي عباس په دغه مهال ويلي وؤ پوځ په اصولي توگه دوژل شوؤ تندلارو مړي ميډيا ته نۀ شي ښودلى.
بل لوري ته نن دزيارت په ورځ سرچينو ويلي دي استخباراتي شبکو دسوات دطالبانو دمشر مولوي فضل الله او دهغه د وياند حاجي مسلم خان ترمينځ دسټيلائټ له لارې ترسره شوې خبرې اترې ثبت کړي دي.
سرچينې زياتوي ددغو خبرو څخه څرگنديږي چې مولوي فضل الله په پوځي عملياتو کې سخت ژوبل شوى دى او دا مهال هم په سوات کې شتون لري.
سرچينې دا هم وايي چې په سټيلائټ ترسره شوؤ دغو خبرو کې مولوي فضل الله حاجي مسلم خان ته دامنيتي ځواکونو په ضد دبريدونو دلړۍ چټک کولو وينا کوي او دا هم ورته وايي چې پوځ سوات دڅلورو اړخو څخه پخپله گيره کې اخستى او د وتلو هيڅ لار نۀ ليدل کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين شاه او دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک هم په عملياتو کې دمولوي فضل الله دژوبل کيدو ادعاوې کړې وې.


keywords : Pakistan, army, ispr, taliban, swat, dir, waziristan

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG