لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبائيلي سيمو کې ٣٣٠٠ کسان دترهه گرۍ دپيښو ښکار شوي دي


په پيښور کې دقبائلي چارودفتر يا فاټا سيکرټريټ وايي په قبائيلي سيمو کې لږ ترلږه ٣٣٠٠ بې گناه قبائيل دترهه گرۍ په پيښو کې وژل شوي دي.
دقبائيلي چارو دفتر دترهه گرۍ په پيښو کې داوښتو ځاني او مالي زيانونو په اړه خپل راپور کې ويلي دي په قبائيلي سيمو کې ددوه اربو او ٢٥ؤ زرو ډالرو زيانونه اوښتي دي.
په ٢١ؤ پاڼو د خپور شوي ددغه راپور له مخې دهيواد دنورو برخو په پرتله قبائيلي سيمو ته زيات ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي او ٣٠٥ قبائيل پکې وژل شوي دي.
دراپور له مخې تر ټولو زيات خلک په باجوړ ايجنسۍ کې ترهه گرو په نخښه کړي دي چې شميره ٦٠٠ؤ ته رسيږي.
راپور وايي په کرمه ايجنسۍ ، شمالي او جنوبي وزيرستان ايجنسيو کې ٥،٥ سوه بې گناه قبائيل ترهه گرو وژلي دي.
په دغه راپور کې د٣ؤ زرو څخه دزياتو بې گناه قبائيلو دژوبل کيدو خبره هم شوې ده.
همدغه راز حکومتي اوشخصي ودانو ته د يو ارب او دريوؤ ملينو ډالرو په اندازه زيان رسيدلى دى ، او په معاشي توگه قبائيلي سيمو ته د١١٩ ملينو ډالرو زيان رسيدلى دى.
په ټولنيزه څانگه کې داوښتو زيانونو اندازه ١١٠٩ ملينه ډالره لگول شوې ده.
دراپور له مخې دتندلاريتوب له امله په قبائيلي سيمو کې ونو،ځنگلونو او دکرکروندې ځمکو ته هم د١٨٨ ملينو ډالرو زيان اوښتى دى.
همدغه راز په امنيت او بې کوره شوؤ خلکو ٥٧٢ ملينه ډالر لگول شوي دي.
راپور وايي په قبائيلي سيمو کې روغتونونه ، سکولونه ، سړکونه ، بريښنايي مرکزونه او داوبو درسد منصوبې هم تباه کړل شوي دي.
او ددې ترڅنگ کورونو، دوکانونو، کارخانو او دکرکروندو ځمکو ته هم سخته ضربه رسيدلې ده.
راپور کې ويل شوي دي ترهه گر په عصري وسلو سمبال دي او دهغوي په مقابله کې خاصه دار دمقاومت دپاره باوري وسلې نۀ لري.
راپور وايي خاصه دارو او دمليشې عسکرو ته دمياشتې درې نيم زره روپۍ تنخاورکړل کيږي او تندلاري د١٠ؤ څخه نيولې تر ١٥ؤ زرو روپو پورې مياشتينۍ تنخا اخلي چې همدغه توپير په قبائيلي سيمو کې دياغيتوب لامل گرځيدلى دى.
دقبائيلي چارو ددفتر لخوا په جاري کړل شوي دغه راپور کې دهاغو سوونو خلکو دوژل کيدو هيڅ ذکر نۀ دى شوى چې دتندلارو په ضد په پوځي عملياتو کې يې خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
په قبائيلي سيمو کې وخت ناوخته دامريکايي جاسوسي الوتکولخوا دتندلارو په ضد ترسره شوؤ بريدونو او دپاکستاني پوځ په عملياتو کې دگڼو بې گناه خلکو دوژل کيدو راپورونه هم دميډيا له لارې خپريږي.
دا مهال په باجوړ،جنوبي او شمالي وزيرستان، مهمند او کرمه ايجنسۍ کې دتندلاريتوب دروان بهير له امله غيردولتي سازمانونه او خبري ادارې نۀ شي کولى دغلته داوښتو زيانونو په اړه دقيق معلومات راغونډ کړي او يواځې دپاکستاني حکومت او پوځ لخوا په وړاندې کيدونکي شميره تکيه کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG