لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالې وزیرستان کې طالبانو دامن معاهده ماته کړه


په شمالې وزیرستان کې طالبانو ویلې دې چې د حکومت سره شوې د امن معاهده یی ختمهکړې ده.

د طالبانو د مشر حافظ گل بهادر ترجمان احمدالله احمدې خبرې ادارو ته ویلې دې چې د امن تړون يی ځکه مات کړی دی چې د پاکستان حکومت په دې نه دی توان شوی چې د امریکې بې پائلټه جهازونو لخوا په شمالې او جنوبې وزیرستان کې حملې ودروي.

د شمالې وزیرستان معاهده تیر کال ځاې حکومتي چارواکو او د طالبانو د استازو تر منځ ترسره شوي وه. دغه پریکړه په داسې وخت کې ماته کړی شوه چې څو هفتې وړاندې د پاکستان پوځ په جنوبې وزیرستان کې د طالبانو مشر بیت الله خلاف عملیات پیل کړې دې.

د صوبه سرحد پخوانی چېف سیکریټري خالد عزیز وايي د معاهدې ماتیدل څه د حیرانتیه خبره نه ده. هغه وايي داسې معاهدې په وجه هم ختمیږي چې دا د پاکستان اساسې مسلې په پام کې نه لرې.

هغه وايي دا رنگ معاهدې د سیاسې طاقت په اساس هم کیږي.

"دا داسانۍ لپاره ټکنیکې گامونه هم وي. د جنگیالو لخوا، د هغوي سهولت دا وي چې هغوې په سیمه کې واک لري. په حقیقت خو هغوي په ځنې سیمو کې غیر رسمي حکومت وي، هغوي ټیکسونه اخلي، خپل واک کاروي، پیسې گټي، او بل لوري ته تر څو چې په نوم دغه معاهدې په ځاې وي، حکومت کمزوری وي."

خالد عزیز، څوک چې اوس پیښور کې څیړنې ادارې ریجنل انسټیټیوټ اف پالیسې، ریسرچ اینډ ټرینیگ مشردی، وايي چې کله هم جنگیالو ته معلومیږي چې حکومت خپل واک پرځاې کول غواړې، نو د هغوي مفادات په خطر کې ووغورځیږي او سم لاسې دامن لپاره شوی تړون مات کړې.

او اوس حافظ گل بهادر وايي د هغه وسله وال به په سیمه کې پاکستانی امنیتي ځواکونه په نخښه کوي. په شمالی وزیرستان د هعاهدې ماتیدو څو ورځې وړاندې، د عسکرو په یو کاروان باندې برید کې ١٦ پوځیان ووژل شول.

عظمت حیات خان، څوک چې د پیښور یونیورسټۍ مشر دی وايي په قبائلې سیمو کې د قبائلو تر منځ اتحادونو په وجه هم د پاکستان پوځ لپاره د جنگیالو پر ضد گامونو کې مشکلات را پیدا کیږي. هغه وايي بیلا بیل گوندونه بیلا بیلو نظریو او قامونو سره تړون لري تر څو چې د یو گوند مفادات د بل سره په تضاد کې نه وي.

"دا هر څه په دې انحصار لرې چې پوځی عملیات څه رنگ ترسره کیږي، که دا کامیاب وي او اخر ته وورسولی شې نو څه نتیجه به يي مخ ته راشې خو که په منځ لاره کې پریښودلی شول نو بد اثر به وولرې."

په شمالې وزیرستان کې د امن معاهدې ختمیدل به د سوات په رنگ ځاې خلک متاثره کړې. سوات کې د عملیاتو له امله ٢.٥ د اندازې سره سم ٢.٥ میلینه خلک بې کوره شوي دي. او که په شمالې وزیرستان کې هم داسې وشول نو د طالبانو خلاف د عملیاتوبه د پوځ لپاره وولس ملاتړ کې کموالی راشې.

Recommended

XS
SM
MD
LG