لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوځ د پنځو نورو ترهگرو د وژولو ادعا کړې


د پاکستان پوځ لخوا په جاري کړل شوي سرکاري بيان کې ويل شوي دي په سوات او دير کې دتندلارو په ضد روانو پوځي عملياتو کې پنځه جنگيالي او يو عسکر وژل شوي دي.
په بره دير کې دشاټ کڅ کلي دپاکونې په مهال قامي لښکر گڼ شمير جنگيالي وژلي او ټپيان کړي او شاوخوا ٢٢ دلښکر غړي هم ژوبل شوي دي.
پوځ وايي په بنو کې دهندي خيل امنيتي پوستې سره نزدې دجنگيالو دبريد لاندې راغلل او يو عسکر يې ووژل شول ،٦ ټپيان شول او او ٥ تندلاري ووژل شول.
په بونير کې دديوانه بابا څخه گيرچاپيره سيمه پاکه کړل شوې او دتندلارو ٤ کورونه ړنگ کړل شوي دي.
دسوات شاه ډهيرۍ سيمه له تندلارو پاکه کړل شوې، په ډيولۍ کلي او مټه سيمو کې ديو پوځي افسر په گډون ٦ پوځيان ژوبل شوي دي.
عملياتو کې له دمټې شاوخوا څخه درې تندلاري هم نيول شوي دي.

XS
SM
MD
LG