لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: حکومت دمولوي فضل الله دژوبل کيدو ادعا کړې ده


د پاکستان حکومت ادعا کړې ده چې په پوځي عملياتو کې يې دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله ژوبل کړى دى خو کومې ازادې سرچينې دحکومت دغه ادعا نۀ ده تصديق کړې.
دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ډیوه ریډیو سره په یوه ځانگړې مرکه کې د مولانا فضل الله د ژوبل کیدو پخلې کړې دی.
خو نوموړي د خپلې ادعا د تائید کیدو په اړه کوم ثبوت وړاندې کړی نه دی. دميا افتخار له مخې دپوځي عملياتو له امله تندلاري په غارونو کې پټ شوي او دهغوي توان ختم شوى دى.
دهغه وينا وه ترهه گر چې چرته هم پټ وي هلته دهغوي په ضد گامونه اخستل غواړي او هم له دې امله امنيتي ځواکونو په جنوبي وزيرستان کې دبيت الله محسود په ضد عمليات پيل کړي دي، ترڅو هغه په نخښه کړل شي.
صوبايي وزير زياته کړه دترهه گرو په ضد روان عمليات به نۀ شي اودرولى او بې کوره شوي کډوال به دهغوي په سيمو کې دوضعيت ښه کيدو څخه وروستو بيرته ليږدول کيږي.
هم د برتانوي ميډيا سره په مرکه کې دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک وويل دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله په پوځي عملياتو کې سخت ژوبل شوى دى.
ښاغلي ملک وويل تش په نوم طالب مشران دا مهال پټ شوي دي خو مونږ به هغوي ارو مرو راوباسو.
رحمان ملک وويل پاکستان دنړيوالې ټولنې او خپلو ائتلافيانو څخه مرسته غواړي چې هغوي بايد معلومه کړي طالبانو ته وسلې او پيسې څوک ورکوي.
دکورنيو چارو دوزير وينا وه ترهگر په جنوبي وزيرستان کې ناست دي او ددغه ځايې څخه خپل ترهگری پلانونه جوړوي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې رحمان ملک وويل دبيت الله محسود پرضد دعملياتو چټک کولو سره سم دتندلارو ترمينځ ديو والي خبره نوې نۀ ده.
هغه وويل گل بهادر ، کمانډر نذير ، قاري حسين، حکيم الله اؤ بيت الله ټول ديوې ونې څانگې دي دي او دغه ترهه گر طالبان نۀ بلکې ظالمان دي.
دښاغلي ملک په وينا دغه ظالمان له مخه په جنوبي وزيرستان کې موجود وؤ او هم دهاغه ځايې څخه يې دورانکارۍ پلانونه جوړول.
هغه وويل دورانکارۍ په دغو پلانونو کې مولانا فضل الله هم دهغوي ملگرى ؤ.
نوموړي زياته کړه طالبانو وړې ، وړې ډلې لرلې ، وروستو يې دغه ډلې په يوه غټه ډله کې بدلې کړې او نوم يې ورته دطالبانوغورځنگ کيښودلو.
دهغه دوينا ترمخه کله چې طالبان په دې پوهه شول چې هغوي ته دپاکستان دښمنان وسلې، پيسې ، گاډي او نورې اسانتياوې ورکوي نو هغوي لشکرجهنگوي او جيش محمد هم دځان سره ملگري کړل.
دپاکستان دکورنيو چارو وزير وويل القاعده چې کوم کارونه کول دطالبانو ديو والي په صورت کې يې دغه کارونه دطالبانو نه واخستل.
رحمان ملک ديوې پوښتنې په ځواب کې هيله څرگنده کړه چې دامريکا نوې انتظاميې سره دخبرو اترو له لارې به پاکستان دجاسوسي الوتکو ټيکنالوجي ترلاسه کړي او له هغې وروستو به ددغو الوتکو له لارې پاکستان پخپله دتندلارو په ضد گامونه اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG