لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گيلاني :دترهگرۍ مخه په تعليم نيول کيدلى شي


د پاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني وايي په پاکستان کې بهرني طاقتونه ترهگر دخپلو ناوړو غرضونو لپاره کاروي.
داسلام اباد په اسلامي پوهنتون کې زده کوونکو ته دوينا په مهال صدراعظم وويل ترهه گر دپردو دگټو دپاره کار کوي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي گيلاني وويل پاکستان ، افغانستان کې سولې او ثبات ته ليواله دى ،ځکه چې دغلته ثبات دپاکستان پخپله گټه دى.
صدراعظم وويل حکومت به يې په ميډيا هيڅ رقم قدغنونه ونۀ لگوي.
دهغه وينا وه که چرې ټولې ادارې داساسي قانون په چوکاټ کې خپل مسؤليتونه ترسره کړي نو هيڅ کله به ټکر رامينځته نۀ شي.
صدراعظم دا هم وويل چې دا مهال په هيواد کې نۀ خو صدارتي نظام وجود لري او نۀ پارلماني.
هغه وينا وه دهيواد موجوده نظام گډوډ دى او هغه غواړي ډيموکراسۍ ته وده ورکړي
نوموړي په هيواد کې دتندلاريتوب اصل لامل دتعليم کموت او جهالت وگرځولو او وې ويل چې يواځې دتعليم دپاره مسلمان امت ته پيښې ستونزې په غوره ډول هواريدلى شي.
ښاغلي يوسف رضا ګيلاني زياته کړه دترهګرۍ له امله دقرآن او اسلام غلطه تشريح کيږي چې نن ددې په وجه دمسلمان امت په ګډون دنورو تهذيبونو لپاره هم ګواښونه سر راولاړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG