لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هول بروک : پاکستان او افغان طالبان یوبل سره همکاري لري


پاکستان ته په سفر د جمهوررئیس براک اوباما افغانستان او پاکستان لپاره ځانگړي استازی رچرډ هول بروک ویلي دوي معلومات لري چې طالبان د پاکستان او افغانستان په پوله اوړي راوړي.
د پاکستان او افغانستان لپاره د جمهوررئیس اوباما استازي په اسلام اباد کې میډیا ته ویلي چې امریکې 330 ملینه ډالره یې پاکستان ته د بې کوره شوو خلکو سره د مرستو لپاره ورکړي.
ښاغلي هالبروک په اسلام اباد کې دملاکنډ اؤ سوات سيمو دبې کوره شوؤ خلکو دمشرانو او خيرښيگړې تنظيمونو استازو سره ليدلي.
په دغه مهال هالبروک په پاکستان کې دامريکايي پوځ لاس وهنه رد کړه او وې ويل امريکا په پاکستان کې پوځي لاس وهنه نۀ غواړي.
دهغه وينا وه دملاکنډ بې کوره شوؤ خلکو بيا بحالۍ کې اصل کار دپاکستان حکومت او اولس ته کول دي او په دغه عمل کې دامريکا کردار يواځې دمرستو ترحده پورې دى.
نن دشورو په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې امريکايي استازي دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني او صدراعظم يوسف رضا گيلاني سره لیدلي دي.
دسرچينو له مخې په دغه ليدنه کې دپاکستان دپوځ سرلښکر امريکايي استازى دصوبه سرحد په سوات ، دير ، بونير او شانگله او په قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو دلاسته راوړنو څخه خبر کړو.
سرچينې وايي په دغه ليدنه کې دپوځ سرلښکر امريکايي چارواکى دافغانستان په هلمند ولايت کې دامريکا او افغاني پوځونو لخوا دجنگيالو په ضد دروانو پوځي عملياتو له امله دپاکستان دانديښنو څخه هم خبر کړو.
پاکستان په هلمند کې دعملياتو له پيل کيدو وروستو انديښنه ښودلې وه چې کيدلى شي ددغو عملياتو له امله په تندلارو فشار سيوا شي او هغوي دبلوچستان دپولې له لارې دپاکستان خاورې ته راواوړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG