لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا : سناتور ايډورډ کينيډي مړ شوی دی


د امريکا ديو بې کچه بااثره سياسي کورنۍ سره مربوط دډيموکريټک گوند سناتور ايډورډ کينيډي دنهې او شورو په مينځ شپه کې مړ شوی دى.
هغه ٧٧ کاله عمر لرلو او دتير يو کال څخه ددماغي کينسر په رنځ اخته ؤ.
دبيمارۍ په مهال هغه دامريکايي سناء په زياترو غونډو کې هم برخه نۀ لرله.
سناتور کينيډي دامريکا دپخواني وژل شوي جمهوررئيس جان ايف کينيډي کشر ورور ؤ او د ١٩٦٢ء څخه يې په سناء کې مېساچوسېټ ايالت استازيتوب يې کولو.
هغه دکينيډي خاندان تر ټولو کم عمره غړى ؤ.
سږ کال چې کله دجنورۍ په مياشت کې دامريکا جمهوررئيس براک اوباما لوړه کوله نو په هاغه مهال د سناتور کينيډي طبيعت يو ناڅاپه خراب شو او په ځمکه وغورځيدو.
اوس اوس امريکايي جمهوررئيس براک اوباما هغه ته د ازادۍ صدارتي جائزه هم ورکړې وه.
دامريکا په سناء کې هغه دخپل رول ادا کولو په مهال ټول وخت د بې پلوه نظرياتو، تعليم او بنيادي حقونو په زړۀ پورې توگه ملاتړ کړى ؤ.
هغه به دويت نام په جگړه او ٢٠٠٣ء کې دامريکا په مشرۍ په عراق ترسره شوي بريد باندې هم په ښکاره ډول نيوکې کولې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG