لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپرويز مشرف په څرگندونو دامريکا سخت غبرگون


امريکا دپاکستان دپخواني جمهوررئيس پرويز مشرف په هاغوڅرگندونو سخت غبرگون ښودلى چې ويلي يې وؤ دامريکا لخوا ترلاسه شوې مرستې او وسلې يې دهند پر ضد کارولې او ويلي يې دي چې ددغو اطلاعاتو په سنجيدگۍ سره جاج اخلو.
دپاکستان پخواني پوځي جمهوررئيس پرويز مشرف پخپله يوه مرکه کې ويلي وؤ چې دترهگرۍ په ضد جگړه کې دامريکا لخوا ترلاسه کيدونکې جنگي وسلې دهند په ضد دکارولو امکان نۀ شي رد کيدلى.
ښاغلي مشرف ويلي وؤ چې دهيواد دژغورنې لپاره دپاکستان پوځ ټولې وسيلې په هر ځايې کې کارولي دي.
دامريکا دخارجه محکمې وياند ائين کيلي يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ويلي دي چې زمونږ تگلاره هم دا ده چې دامريکا لخوا پاکستان ته ورکړل کيدونکې وسلې دهند په ضد بيخي ونۀ کارول شي.
هغه وويل دپاکستان په گډون بيلا بيلو هيوادونو ته دوسلو ورکولو څخه دمخه دهغې مقصد او دکارولو لارې په ډاگه کولى شي.
وياند وويل امريکا په په دې خبرونو په سنجيدگۍ سره غور کوي چې پاکستان دغه وسله دهند سره په لگيدلې پوله کارولې يا يې دکارولو پلان لرلو.
ائين کيلي وويل پرويز مشرف اوس يو عام وگړى دى ځکه هغه چې څه ويلي په دغه هکله نور معلومات هم ترلاسه کوؤ.
بل لوري ته دهند مرستيال دبهرنيو چارو وزير ششي تهرور ويلي دي دپرويز مشرف په دغو څرگندونو ځکه نۀ حيرانيږي چې دوړاندې څخه يې څو څو ځله په ډاگه کړې ده چې دامريکا لخوا پاکستان ته دترهگرۍ په ضد جگړه کې چې کومې مرستې ترلاسه کيږي هغه دهند په ضد کاريدلى شي.
په دې هکله مشهور څيړونکي نگار حسن عسکري ويلي دي دوسلې څارنه يو گران کار وي او د١٩٦٥ء په جنگ کې هم دامريکا لخوا ورکړل شوې وسله پاکستان او هند ديو بل په ضد کارولې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG