لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : ديو شواروز دننه دډرون په دريم بريد کې ٦ کسان وژل شوي


د افغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د جاسوسي الوتکو دبريد له امله لږ ترلږه ٦ کسان وژل شوي دي.
په يو شواروز کې دننه دپاکستان په قبائيلي سيمو جنوبي او شمالي وزيرستان ايجنسيو کې دامريکا دجاسوسي الوتکو لخوا ترسره شوى دغه ٣م بريد دى.
دشورو په ماسپښين دبې پيلوټه ډرون الوتکو لخوا دميرعلي سره نزدې نورک سيمه کې يوه وداني په نخښه کړل شوه.
امنيتي سرچينې وايي کومه وداني چې په دغه بريد کې په نخښه کړل شوې ده په هغې کې طالب جنگيالي په يوه غونډه بوخت وؤ.
خو ځينو سرچينو بيا دا هم ويلي دي چې دجاسوسي الوتکو لخوا په داغل شوي ميزائيل يو گاډى لگيدلى او وژل شوي کسان په دغه گاډي کې سوارۀ وؤ.
تر دې دمه نۀ ده معلومه شوې چې په دغه پيښه کې وژل شوي کسان څوک دي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته وويل ددغه بريد څخه وروستو هم تر ډيره وخته امريکايي جاسوسي الوتکو په سيمه الوتنې وکړې.
له دې وړاندې دنهې په ورځ هم امريکايي جاسوسي الوتکو دپاکستان په قبائيلي سيمو شمالي او جنوبي وزيرستان کې دوه بريدونه ترسره کړي وؤ چې پکې لږ ترلږه ١٧ کسان وژل شوي وؤ چې پکې ځينې غيرملکيان هم شامل وؤ.
دکال ٢٠٠٨م داگست مياشتې څخه دپاکستان په خاوره د٥٠ؤ څخه زيات دغه رقم بريدونو ترسره شوي چې پکې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود په گډون د٥٥٠ ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.
دپاکستان په قبائيلي سيمو دډرون الوتکو دبريدونو دغه لړۍ وروستو له هغې چټک شوې ده چې دپاکستان په صوبه سرحد کې دځانمرگي بريدونو او بمي چاؤدنو گڼې پيښې په لږ وخت کې رامينځته شوې.
دپاکستان پوځ هم په جنوبي وزيرستان کې دپوځي عملياتو تابيا نيولې ده او دکورنيو چارو وزير رحمان ملک او دپوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس پخپلو څرگندونو کې ويلي دي چې دموقعې په برابريدلو سره به په جنوبي وزيرستان کې هم دسوات او شمالي وزيرستان په څير دتندلارو په ضد په پراخه کچ عليات پيل کړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG