لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: پوځ ٢٤ طالبانو د وژلو او مکين ته ننوتلو ادعا کوي


د پاکستان پوځ وايي دجمعې په ورځ امنيتي ځواکونه په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو مهم مرکز مکين ته ننوتلي او دغلته دلټونې او پاکونې عمليات دوام لري.
دپوځ له مخې په جنوبي وزيرستان کې دتير يو شواروز په عملياتو کې ٢٤ جنگيالي وژل شوي او يو بل ژوندى نيول شوى دى.
پوځ وايي په مکين سيمه کې تندلارو سره سخته جگړه روانه ده او په دغه جگړه کې ٢١ جنگيالي وژل شوي دي.
پوځ ادعا کړې ده چې دا مهال تندلاري دمکين څخه دتيښتې په حالت کې دي.
دپوځ وينا ده امنيتي ځواکونه دسرا روغه سيمې څخه گير چاپيره خپلې پښې مضبوطوي او دغلته دلټونې او پاکونې عمليات دوام لري.
پوځ وايي ترهه گرو په سرا روغه ٤ راکټونه داغلي دي او دغلته دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته کې ٣ جنگيالي وژل شوي دي.
پوځ وايي په بنگۍ خيل، توتۍ لنگر خيل او کوټ لنگر خيل سيمو کې يې په دروند مقدار کې وسله لاسته راوړې ده او ددغه ځائيونو څخه يې يو شکمن تن هم نيولى دى.
بايد وويل شي په جنوبي وزيرستان کې دنيغې لارې په نوم پوځي عمليات د١٧م اکتوبر څخه پيل شوي چې درې اوونۍ وخت يې پوره کيږي.
ددغو دريوؤ اوونيو په عملياتو کې پوځ د٤٠٠ؤ څخه دزياتو تندلارو دوژل کيدلو او دهغوي د١٠٠ؤ مرکزونو دتباه کولو ادعاوې کړي دي.
خو دغه ادعاوې ازادو سرچينو نۀ دي تصديق کړي.
په جنوبي وزيرستان کې پوځ دتندلارو ځالې دجيټ الوتکو، گن شپ هيلي کاپټرو او توپو له لارې په نخښه کوي.
دسيمې څخه سرچينې وايي دپوځ دسختو عملياتو څخه وروستو تندلاري دجنوبي وزيرستان څخه شمالي وزيرستان، کرم ايجنسۍ او اورکزو ايجنسۍ ته په تيښته دي.
دا مهال دپاکستان امنيتي ځواکونو په کرمه ايجنسۍ کې هم کلک امنيتي تدابير نيولي او په دغه ځايې کې يې دافغانستان سره لگيدلې پوله باندې دڅارنې نظام سخت کړى دى.

keywords: Pakistan, army, military, Taliban, makeen, south waziristan

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG