لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : د پوځ یو بل جگپوړی افسر برید کې ژوبل شوی


د جمعې په ورځ يوځل بيا د پاکستان پايتخت اسلام اباد کې نامعلومو وسله والودپوځ په يوبريگيډئيربريدکړى دى چې پکې دبريگيډئيرپه گډون دوه پوځيان سخت ژوبل شوي دي.
دغه پيښه په I-8 سيکټر کې رامينځته شوی د پاکستاني پوځ بريگيډئير سهيل دخپل کورڅخه دفترته دتگ په غرض په پراډوگاډي کې وتلو.
عيني شاهدان وايي کله چې دبريگيډئيرسهيل گاډى لويې سړک ته سم شونوپه دغه مهال په موټرسائيکل ناستودوؤ وسله والودهغه په گاډي ناتاره ډزې وکړې چې پکې بريگيډئيرسهيل اؤ دهغه پوځي ډرائيورسخت ژوبل شول.
داسلام اباد دپوليسومشرطاهرملک دپيښې په هکله خبريالانوته ويلي دي پوليسو دپيښې دځايې څخه يوه تمانچه ترلاسه کړې دي خووسله وال په تيښته بريالي شوي دي.
دپاکستاني پوځ لخوا داکتوبر په ١٧مه نيټه دتندلارو په ضد په جنوبي وزيرستان کې دعملياتو پيل کولو څخه راپديخوا په اسلام اباد کې دغه دريم بريد دى چې په کې پوځي بريگيډئيران په نخښه کيږى.
ددې ترڅنگ يواځې داکتوبر په مياشت کې دتندلارو لخوا دپاکستان په بيلا بيلو ښارونو کې شوؤ ترهه گريزو بريدونو کې ١٨٠ پاکستانيان وژل شوي دي.
له دې وړاندې په سوډان کې دملگرو ملتونو دامن پوځ مرستيال کمانډر بريگيډئير معين احمد په گاډي داکتوبر په ٢٢مه نيټه داسلام اباد په G-11 سيکټر کې په موټر سائيکل سپرو دوؤ وسله والو کسانو په خودکاره وسلو سره ډزې کړې وې او هغه يې دخپل ډرائيور سره وژلى ؤ.
ددغه پيښې څخه وروستو هم داکتوبر دمياشتې په ٢٧مه نيټه دپوځ ديو بل بريگيډئير په گاډي وسله والوپه اسلام اباد کې بريد کړى ؤ خو هغه ته کوم زيان نۀ ؤ رسيدلى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG