لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات : ځانمرگي بريد کې  د صوبايي اسمبلۍ غړى ډاکټر شمشير وژل شوى دى


د پاکستان دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې دصوبايي اسمبلۍ غړي ډاکټر شمشيرعلي په حجره ځانمرگي بريد شوى دى چې پکې ډاکټر شميرعلي وژل شوي دي .
ځانمرگي بريد کې د١٠څخه زيات کسان ژوبل شوي هم دي چې دتداوۍ لپاره دسيدو شريف روغتون ته وړل شوي دي خو دغلته هم دزياترو حالت مرگونى ښودل شوى دی.
دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين خبريالانو ته ويلي دي دسوات دکبل تحصيل په کانجو سيمه کې دعوامي نيشنل گوند مشر او دصوبايي اسمبلۍ غړى ډاکټر شمشيرعلي پخپله حجره کې دگڼ شمير ميلمنو ناست ؤ چې په دغه مهال يو ځانمرگى داختر دمبارکۍ په بهانه دننه ورغلى او په ځان پسې تړلو چاؤديدونکو موادو ته يې انفجار ورکړو چې له ا مله يې درنه چاؤدنه وشوه.
هغه وويل دپښتون رواياتو له مخې حجرې ته تلونکى ميلمه نۀ شي منعې کيدلى.
ميا افتخار حسين وويل چې دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله ورته دډاکټر نجيب په شان دځړولو دړکه کړې ده خو هغوي به دترهگرو په وړاندې ماتې نۀ مني بلکې ترهگر به يوه ورځ پخپله دحکومت په وړاندې تسليميږي.
دهغه وينا وه چې دا مهال جنگ په کوم ميدان کې نۀ بلکې زمونږ په کورونو کې روان دى.
همدغه راز په بريد کې دهغه بل ورور او يو نائب ناظم هم ژوبل شوي دي.
دبريد څخه سم لاسي وروستي امنيتي ځواکونه دپيښې ځايې ته رسيدلي او ټوله سيمه يې پخپله گيره کې اخستې ده.
دکبل ټول بازارونه تړل شوي ا و پوځ په سيمه کې دنامعلومې مودې پورې کرفيو يا گرځ بنديز لگولى دى.
بايد وويل شي کبل سيمه دسوات دطالبانو دمشر مولانا فضل الله دمرکز امام ډهيرۍ څخه يواځې ديو کلو ميټر په فاصله کې پرته ده او دروژې دمياشتې څخه راپديخوا په سوات کې دا لمړى ځانمرگى بريد چې رامينځته شوى دى.
په ډاکټر شمشير له دې وړاندې هم گڼ شمير قاتلانه بريدونه ترسره شوي وؤ خو هغه ترې ژوندى وتلى ؤ.
تير کال دصوبه سرحد په سرښار پيښور کې هم دعوامي نيشنل ګوند سره تعلق لرونکى دصوبايي اسمبلۍ يو غړى عالم زيب خان دريموټ کنټرول بمي چاؤدنې په يو بريد کې وژل شوى ؤ او دصوبه سرحد واکمن ګوند عوامي نيشنل پارټي ادعا لري چې دترهه ګرۍ په ضد روانه جګړه کې ترهه ګرو دهغوي دګوند مشران لمړى هدف ګرځولى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG