لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسي ايي اى په مرکز بريد کوونکی د طالبانومشر سره ويډيو کې ښودل شوی


د پاکستان يو شخصي تيليويزيوني چينل نن دخالي په ورځ دهاغه ځانمرگي تن ويډيو جاري کړې ده چې څو ورځې وړاندې يې دافغانستان په خوست ولايت کې دامريکايي استخباراتي شبکې سي ايي اى په اډه ځانمرگي بريد کړى ؤ.
په دغه بريد کې دسي ايي اى 7 مامورين وژل شوي وؤ.
په جاري کړل شوي ويډيو کې داردن سره تعلق لرونکى ځانمرگي تن همام خليل ابو ملال البلادي دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله سره ناست ښودل شوى دى.
ددغه ويډيوي منظرونو څخه دځايې يا نيټې اندازه نۀ کيږي او نۀ هم ازادو سرچينو ددغه ويډيو داصليت پخلى کړى دى.
په ويډيو کې پخپل وروستي پيغام کې ځان وژونکى همام خليل ابو ملال البلادي وايي هغه به د امريکايي الوتکو په بريد کې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود دوژل کيدو بدله اخلي.
بايد وويل شي په 30م دسمبر په خوست کې دسي ايي اى په اډه ترسره شوي ځانمرگي بريد کې دسي ايي اى 7 مامورين وژل شوي او 6 زخمي شوي وؤ.
په دغو وژل شوؤ کسانو کې دسي ايي اى ددغه مرکز ښځينه مشره هم شامله وه.
تيره ورځ القاعده پخپله ويب پاڼه يو خپور کړل شوي بيان کې دسي ايي اى په مرکز دترسره شوي دغه بريد پړه پخپله غاړه اخستې وه او ويلي يې وؤ دغه بريد دالقاعده ددوؤ مهمو کمانډرانو او بيت الله محسود دوژنې دبدل اخستو په توگه ترسره کړل شوى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG