لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بانکي مون دهيټي زلزله ځپلو لپاره دنورو مرستو خواست کړى دى


د ملگرو ملتونو عمومي سکتر بانکي مون د سلامتي کونسل څخه دهيټي لپاره دنورو پوځيانو او پوليس عسکرو غوښتنه کړې ده.
عمومي سکتر دهيټي ددورې وروسته نيويارک ته بيرته رسيدلى دى.
بانکي مون وايي دهيټي وضعيت زيات خراب دى، ټول هيواد دتباهۍ منظر وړاندې کوي، په اوسنيو لسيزو کې راغلى دغه تر ټولو ستر قدرتي افت دى.
دعمومي سکتر له مخې دا مهال په هيټي کې امدادي کوونکي کارکوونکو ددوؤ مهمو چيلنجونو سره مخ دي.
په دغو چيلنجونو کې لومړى دتگ راتگ دوسيلو او انتظامي اسانتياوؤ دتباه کيدو له امله امدادي سامان خلکو ته په رسولو کې ستونزې رامينځته کيږي او دوهم دبيلا بيلو تنظيمونو ترمينځ په امدادي کارونو کې دانتظامي رابطو ښۀ کولو ته اړتيا ده.
ځکه نو هغه سلامتي کونسل ته خواست کړى دى چې دهيټي دملگرو ملتونو په مشن کې 1500 پوليس عسکرو او دشپږو مياشتو لپاره ددوؤ زرو پوځيانو اضافه وکړي او سلامتي کونسل هم دعمومي سکتر دوړانديزونو څخه ملاتړ کړى دى.
په هيټي کې دزلزلې له امله دملگرو ملتونو د46 کارکوونکو دوژنې پخلى شوى دى.
تيره اوونۍ ملگرو ملتونو او ائتلافي تنظيمونو يې دهيټي لپاره دشپږو ملينو ډالرو يا 60ؤ کروړو ډالرو دامداد غوښتنه کړې وه چې دزلزله ځپلو 30ؤ لکو کسانو تر شپږو مياشتو پورې مرسته به پرې کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG