لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چلی زلزله کې د وژل شوؤ کسانو شميره ٧٠٠ؤ نه اوښتې ده


په مرکزي چلي کې دراغلې زلزلې له امله دوژل شوؤ کسانو شميره ٧٠٠ؤ ته رسيدلې ده او دچلي صدرې میشیل بيچليټ ژمنه کړې ده چې دچلی په کوڅو او سړکونو اوسيدونکو زرګونو خلکو ته به داوبو،خوراک او اوسيدو لپاره دځايې اسانتياوې ورکوي.
داتوار په ورځ دچلی صدرې وويل هغوي ديو بيړني وضعيت سره مخ دي چې دچلی په تاريخ کې يې مثال نۀ موندل کيږي.
د٨.٨ شدت زلزې په چلی کې خواؤشا ٧٠٨ کسان وژلي، ګڼ شمير ژوبل شوي او تر ٥٠٠،٠٠٠ؤ پورې کورونه يې ياخو تباه کړي او يا يې سخت زيانمن کړي دي.
دچلې صدرې وويل په دومره لويې شمير کې دخلکو دوژل کيدو څخه علاوه په ګڼ شمير کې دخلکو دورکيدو خبرونه هم رارسيدلي دي.
پوليسو تيره شپه په چلي کې دغلو دمخنيوي لپاره کرفيو يا ګرځ بنديز هم لګولى ؤ او دقابو راوستو لپاره يې اوښلن ګاز هم کارولى ؤ.
سرچينې وايي دا مهال دچلي خلکو ته دخوراک او اوبو په رسولو کې سختې ستونزې رامينځته کيږي.
دا مهال په چلي کې تر ٢،٠٠ؤ پورې پوليس او امنيتي ځواکونه نۀ يواځې دخلکو دژغورنې او امدادي هلو ځلو لپاره لپاره پځايې کړل شوي بلکې هغوي په سيمه کې دامنيت دپځايې کولو لپاره هم هڅې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG