لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قريشي: د تندلاريتوب په ضدجگړه به ارومرو گټو


د پاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي دشورو په ورځ لوړپوړو امريکائي چارواکو ته ويلي دي دطالبانو او نورو سختو مذهبي عناصرو په ضد روانه جګړه کې به يې حکومت ارو مرو بريالى کيږي.
داړونده خبرو اترو دلومړۍ غونډې څخه وروسته هغه وويل دخبرو اترو له امله امريکا دې ته رضا شوې ده چې پاکستان ته مهم پوځي رسد په چټکتيا سره ورکړي.
په واشنګټن کې به په وزارتي کچه خبرې اترې دزيارت په ورځ هم دوامداره وي، خو دپاکستاني هيئت مشر ښاغلى قريشي وائي هغه دوړاندې څخه په دې خبره مطمئن او خوښ دى چې دامريکا او پاکستان اړيکې اوس دتعلق څخه دبرخې لرنې درشل ته ننوتلي دي.
دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن سره ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ښاغلي قريشي وويل هغه او ډله يې واشنګټن کې دپاکستان دننه دټوکيدلې ډيموکراسۍ دودې او دطالبانو دياغيتوب ختمولو دپاره دروانو پوځي عملياتو ستائينه اوريدلې ده.
هغه وويل واشنګټن دې ته رضا شوى دى چې دپوځي سازوسامان دورکړې په لړ کې دپاکستان په خواست چټکتيا سره عمل وکړي.
دبهرنيو چارو د وزير وينا وه په دغو سامانونو کې دځينو دپاره څو کلونه يا مياشتې وړاندې خواست شوى ؤ.
ښاغلي قريشي وويل په پاکستان کې دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې يو شمير ياغي مشران وژل شوي دي او په دغه کار هاغه چارواکي هم ډاډه دي چې کال وړاندې به يې په پاکستان تورونه لګول چې ګنې سوات کې يې طالبانو ته ځايې ورکړى دى.
دنوموړي په وينا هر چا به وئيل تاسو په سوات کې طالبانو سره په تړون لاسليکونه کړي، وسله مو غورځولې،دطالبانو خبره مو منلې خو ما به هغوي ته وئيل صبر وکړئ دا کړنلاره ده، بايد تر هغې تاسو انتظار وکړئ ترڅو چې مو نتيجې نۀ وي ليدلي او بيا مو هر چا ته نتيجې وښودلې.
دنوموړي وينا وه دپاکستان اولس او وسله والو پوځونو خپله ولوله وښوده ، دغه جګړه به مونږ ګټوځکه چې ماتې خوړل زمونږه لاره نۀ ده.
په دغه غونډه کې ددواړو هيوادونو داستخباراتو مشرانو هم برخه لرله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG