لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنگټن : امريکا او پاکستان په مرستو زیاتولو صلاح شوي دي


امريکا او پاکستان په واشنگټن کې دستراتيژيکي خبرو په مهال ددفاع ،معيشت، سوداگرۍ او نورو څانگو کې يو بل سره دهمکارۍ سيوا کولو ژمنه کړې ده.
ددواړو خواؤترمينځ دترسره شوؤ دوه ورځنيو خبرو په وروستي پړاؤ کې چارواکو دزيارت په ورځ يوه گډه اعلاميه جاري کړې ده.
په دغه اعلاميه کې ټينگار شوى دى چې دواړه خواوې هاغه چارې غوره کول غواړي چې کله کله په اړيکو کې دفاصلو سوب جوړيږي.
امريکائي چارواکو دا ژمنه هم کړې ده چې دبجلۍ په کموت دقابو موندلو په لړ کې به دپاکستان سره مرسته کوي.
خو امريکائي چارواکو دا نۀ ده په ډاگه کړې چې ايا هغوي به دپاکستان سره په هاغه رقم غيرپوځي جوهري تړون غور وکړي څنگه چې تړون چې واشنگټن دهند سره څه موده وړاندې لاسليک کړى ؤ.
له دې وړاندې دزيارت په ورځ دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي وؤ چې دهغه ډلې په غير پوځي جوهري څانگه کې دمرستې دتړون په هکله امريکا سره داطمينان وړ خبرې اترې کړي دي.
دخبري شبکې رائټرز سره په مرکه کې ښاغلي قريشي دا نۀ وه په ډاگه کړې چې په دغه لړ کې په کومه خبره زيات غور شوى دى.
دامريکا او پاکستان لخوا په جاري کړل شوې گډه اعلاميه کې ويل شوي امريکائي چارواکي به دپاکستان جوړو شيانو ته تر منډايانو درسد په لړ کې مرسته کوي او هم به پاکستان ته په پيښو ټولنيزو او اقتصادي کړکيچنو دقابو موندلو په لړ کې خپله همکاري پراخوي.
دگډې اعلاميې له مخې امريکا به پاکستان کې دنيغ په نيغه کيدونکې بهرنۍ سرمايه کارۍ داضافې دپاره فنډ قائموي او په دغه هيواد کې داوبو دوسيلو دتحفظ او دغوره استعمال دپاره به په راتلونکي وخت کې خبرې اترې کوي.
امريکائي چارواکو تيره اوونۍ ويلي وؤ چې پاکستان سره دجوهري تړون په لور گام اخستلو کې زيان وخت لگيدلى شي او ددې يوه جزوي وجه دپاکستان دلوري امريکا ته دډاکټر عبدالقدير خان څخه دتپوس پوښتنو داجازې ورکولو څخه انکار دى.
دپاکستان دجوهري پروگرام پخواني مشر ډاکټر عبدالقدير خان څو کاله وړاندې منلې وه چې هغه ايران ، ليبيا او شمالي کوريا باندې جوهري ټيکنالوجي خرڅه کړې وه.
دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي دزيارت په ورځ رائټرز سره پخپله مرکه کې ويلي وؤ فکر کوي چې هغوي اوس دډاکټر خان ستونزه شاته غورځولې ده.
او امريکائي چارواکي دپاکستان دجوهري پنگو دتحفظ دپاره دپاکستان دحفاظتي انتظاماتو په هکله مطمئن دي.
قريشي ويلي ؤ امريکائي چارواکو په جوهري معامله خبرو اترو يا دډاکټر عبدالقدير دحيثيت په هکله هيڅ رقم تبصره نۀ ده کړې.
دشورو په ورځ دامريکا خارجه وزيرې هيلري کلنټن او دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي دپاکستان له لوري دورکړل شوؤ وړانديزونو په يو فهرست هم غور کړى ؤ، چې په هغې کې دبې پيلوټه الوتکو يا ډرون په څير دنور پوځي سازوسامان دپاره دپاکستان خواست، دملک دانرژۍ دصنعت ښه کولو دپاره دمرستې غوښتنه او دمعيشت دښه کولو دپاره دهڅو کولو وړانديز شامل ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG