لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هېلري کلنټن : پاکستان ته د بجلۍ جوړولو لپاره دولس نيم کروړه ډالره ورکوو


د امريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن ويلي دي دانرژۍ په څانگه کې ددريوؤ پاور پراجيکټ لگولو لپاره به امريکا پاکستان ته دولس نيم کروړه ډالره امداد ورکوي.
هيلري کلنټن دغه خبره دشورو په ماذيگر دامريکا په خارجه محکمه کې کيدونکو دوه ورځنيو ستراتيژيکي خبرو اترو دلمړۍ غونډې څخه وروستو دخپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي سره يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال کړې ده.
دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په دغه مهال يو ځل بيا وويل پاکستان يو پرامنه او مضبوط افغانستان غواړي.
هغه په واشنگټن کې شوؤ خبرو باندې داطمينان څرگندونه وکړه او وې ويل دپاکستان او امريکا ترمينځ دشکونو لړۍ ختمه شوې ده او ددواړو هيوادونو اړيکې داړونده چارو څخه دخپل مينځي همکارۍ دائرې ته ننوتلي دي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې وويل امريکا دپاک وهند مذاکراتو څخه ملاتړ کوي.
په دغه هکله شاه محمود قريشي وويل پاکستان دهند سره مربوطو خبرو اترو پيل کولو ته ليواله دى چې هند ته يې مثب ځواب ورکول پکار دي.
قريشي وويل اوس امريکائي چارواکي او قانون دانان دا پوښتنې نۀ کوي چې ايا هيواد خو يې دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې دوه مخونه خو نۀ لري؟
قريشي وويل اوس په دغه هکله نورې پوښتنې نۀ شته، نور شکونه نشته او نۀ هم زمونږ څخه په دغه جگړه کې دلا زياتو گامونو اخستو “Do more” غوښتنې هم کيږي بلکې په دغه جگړه کې چې مونږ دوړاندې څخه څه کړي دهغې ستائينه کيږي.
قريشي وويل امريکا به دجون تر اخره پاکستان ته خواؤشا دوه ملينه ډالره ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG