لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گيلاني :امريکا سره دشوؤ خبرو په نتيجو به دقام باور ترلاسه کوؤ


د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني په واشنگټن کې دپاکستان او امريکا ترمينځ دترسره شوؤ ستراتيژيکي خبرو لمړى پړاؤ کامياب گرځولى او ويلي يې دي امريکا څخه دپاکستان دډلې دراستنيدو څخه وروستو به قام ددغو خبرو اترو دنتيجې په هکله په باور کې اخستل کيږي.
اسلام اباد کې خبريالانو سره په خبرو کې وزيراعظم وويل پاکستاني چارواکي به امريکائي مشرانو سره دډاکټر عافيه صديقي دخوشې کولو او دامريکا په هوائي اډو دبدني تالاشۍ په هکله هم خبرې اترې کوي.
هغه وويل حکومت په پارلمان کې دمخالفو ډلو له لوري ددې نيوکې سره مخ ؤ چې امريکا سره دمذاکراتو نه وړاندې هغوي سره صلاح نۀ ده شوې.
دستراتيژيکي خبرو په لړ کې دهند دانديښنو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي گيلاني وويل پاکستان په سيمه کې دامن او ثبات دپاره دهند په گډون ټولو هيوادونو سره غوره اړيکو ته ليواله دى او نۀ غواړي چې دستراتيژيکي خبرو له امله دامريکا او هند اړيکې اغيزمنې شي.
دوزيراعظم وينا وه زمونږ دامريکا سره خپلې اړيکې دي او دهند خپلې،مونږ يواځې دترهه گرۍ مخنيوي ته اوليت ورکوؤ.
بايد وويل شي په واشنگټن کې دخبرو اترو دلمړي پړاؤ څخه دمخه دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن په يوه مرکه کې ويلي ؤ پاکستان سره به يواځې په هاغو چارو خبرې کوي چې تعلق يې نيغ په نيغه ددواړو هيوادنو دگټو سره وي.
هغې دهند او پاکستان ترمينځ دشخړو په هواري کې دامريکا په کردار دخبرو کولو څخه ډډه کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG