لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حيدر هوتي: داخري ترهگر تر ختميدو به خپلو هڅو ته دوام ورکوؤ


د صوبه سرحد وزيراعلي امير حيدر خان هوتي وائي تر هاغې به دترهگرو په ضد خپلو هڅو ته دوام ورکړي ترڅو چې وروستى ترهگر هم له مينځه نۀ وي وړل شوى.
په پېښور کې داسکاؤټس کيډټ کالج يوې دستورې ته دوينا په مهال ښاغلي هوتي ويلي دي دپاکستان پوځ او دسرحد پوليسو چې دترهگرۍ په ضد روانه جگړه کې څومره درنې قربانۍ ورکړي دي هغه به عبث نۀ ځي.
هغه وويل حکومت دخپلې خاورې او خپل اولس امن ناکه او خوشحاله ژوند ليدل غواړي او ددغه غرض دپاره يې دترهگرۍ په ضد جگړې ته مټې رابډ وهلي دي.
هغه وويل دترهه گرۍ په ضد دروانو عملياتو له امله ترهه گر مات شوي او هاغه ورځ لرې نۀ ده چې دهغوي نوغى به په بشپړ ډول وويستل شي
داميرحيدر خان هوتي وينا وه دصوبه سرحد اولس دخپلو ځانونو په قربانيو ورکولو دهيواد او قام دبقاء او سلامتيا په لړ کې خپل نۀ هيريدونکى کردار لوبولى دى چې راتلونکي نسلونه به پرې هم وياړ کوي.
وزيراعلي وويل تيره ورځ په پيښور کې دامريکائي قونصلگرۍ مخې ته دشوؤ چاؤدنو په هکله پلټنې روانې دي او څيړنيزې ډلې به ډير زر څه نتيجې ته ورسيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG