لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د اطالوي هسپتال ٣ کارکونکې نیول شوې دي


افغان چارواکو په يو خيراتي هسپتال پسې مربوط درې اطالوي کارمندان نيولي دي.
په دغو کارمندانو تور دى چې دهلمند ولايت دوالي گلاب منگل دوژلو سازش يې کولو.
دايمرجنسي په نوم دروغتون تصدیق کړی چې درې مامورين يي نيول شوي دي خو دهغوي دنيول کيدو وجوهات يي نۀ دي په ډاگه کړې.
دهلمند والي يا گورنر گلاب منگل مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ويلي دي ددغو اطالوي وگړو سره پټ شوي ځينې افغانان هم نيول شوي دي او دروغتون څخه ځان وژونکي جيکټونه ،لاسي بمونه او وسلې هم ترلاسه کړل شوي دي.
والي وويل دغه ټول سامانونه دغيرملکي پرسونل په مرسته ايمرجنسي روغتون ته راوړل شوي چې مقصد يې دهغه وژل وؤ.
والي تور ولگولو چې دهسپتال غيرملکي مامورينو ته دهغه دوژنې دپاره 5 لکه ډالر دپيشگۍ په توگه ورکړل شوي وؤ.
ايمرجنسي هسپتال دهلمند په پلازمينه لشکرگاه کې موقعيت لري او دغه هاغه ولايت دى چرته چې دتندلارو دچقولو دپاره سږ کال دفرورۍ مياشت کې امريکائي او برطانوي ځواکونو په لويې کچ عمليات ترسره کړي وؤ.
سرچينې وائي دهلمند دايمرجنسي روغتون څخه په نيول شوؤ کسانو کې يو ډاکټر، يو نرسه او يو لوژيستيکي مامور شامل دي.
بل لوري ته اطالوي حکومت وائي هغوي ددغو مامورينو دنيول کيدو دمعاملې جاج اخلي او ځان پوهوي چې دغه اطالوي وگړي دکومو حالاتو او وجوهاتو په اساس نيول شوي دي.
دايټاليه دبهرنيو چارو وزير پخپل يو بيان کې ويلي دي دهغه هيواد دداسې هر رقم فعاليت په ضد دى چې په افغانستان يا نورو برخو کې ترهه گرۍ ته وده ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG