لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان : چاؤدنه کې يو عسکر او نښته کې درې جنگيالي وژل شوي دي


جنوبي وزيرستان : چاؤدنه کې يو عسکر او نښته کې درې جنگيالي وژل شوي دي
جنوبي وزيرستان : چاؤدنه کې يو عسکر او نښته کې درې جنگيالي وژل شوي دي
<!-- IMAGE -->

د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دپوځ او تندلارو ترمينځ نښته او بمي چاؤدنه کې يو عسکر او درې جنګيالي وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې د جنوبي وزيرستان په مکين سيمه کې دمائن دچاؤدنې له امله يو عسکر وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.
همدغه شان په پش زيارت سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته شوې چې پکې ددريوؤ تندلارو دوژل کيدو راپورونه ترلاسه شوي خو پوځ ته په دغه نښته کې داوښتې په مرګ ژوبلې په هکله معلومات نۀ دي ترلاسه شوي.
په جنوبي وزيرستان ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ دنښتې دغه خبر په داسې حال کې مخې ته راغلى دى چې دپاکستان پوځي چارواکي وائي تير کال داکتوبر په 17مه نيټه يې په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په ستره کچه عمليات پيل کړي چې پکې د800ؤ څخه زيات جنګيالي وژل شوي دي.
خو ددغو عملياتو له امله په سيمه کې په تندلارو دفشار سيوا کيدو له امله هغوي اوس دشمالي وزيرستان او اورکزو ايجنسۍ په ګډون نورو نزدې سيمو ته تښتيدلي دي.
په اورکزو ايجنسۍ کې موجود انتظامي چارواکي هم وخت په وخت په سيمه کې دتندلارو په ضد دځمکنيو او فضائي بريدونو په هکله ميډيا ته معلومات ورکوي او تراوسه دغو چارواکو په اورکزو کې روانو نااعلانه ډول عملياتو کې د550ؤ څخه زياتو جنګيالو او ديو کرنل په ګډون د18ؤ تندلارو دوژل کيدو ادعاوې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG