لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکائې چارواکو پاکستاني مشرانو سره د امنیت په موضوع لیده کاته کړې


<!-- IMAGE -->

دامريکا دقومي سلامتۍ مشاور جنرال جيمز جونز او دامريکائي استخباراتې شبکې سي ائي اى مشر ليون پينيټا دشورو په ورځ په اسلام اباد کې دپاکستان دصدر اصف علي زرداري او دپاکستان داستخباراتي شبکې ائي ايس ائي دمشرجنرال شجاعت پاشا سره ليدل کتل کړي دي.
دصدر زرداري اؤ امريکايي چارواکو ترمينځ ددغه ليدنې په مهال دپاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني، دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني هم موجود وؤ.
دسرچينو وينا ده په دغه ليدنه کې په پاک امريکا اړيکو، دترهه گرۍ په ضد په روانې جگړې او په دفاعي څانگې کې په همکارۍ خبرې اترې وشوې.
سرچينې وائي په دغه ليدنه کې دنيويارک په ټائمز سکوائر کې په ناکامه موټري بم چاؤدنې او دافغان پولې سره نزدې قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد په روانو عملياتو هم خبرې شوي دي.
امريکا اوس په پاکستان ټينگار کوي چې بايد دهاغو ډلو په ضد گامونه واخلي چې دپاکستان څخه دبهر نااميده شوؤ پاکستانيانو په لټه کې دي او بيا هم دغه خلک په اروپا او شمالي امريکا کې دترهه گريزو بريدونو دپلانونو لپاره کاروي.
دا هاغه پيغام دى چې باور کيږي دامريکائي صدر براک اوباماله لوري دامريکا لوړپوړو چارواکو اسلام اباد ته دځان سره راوړى دى.
له دې وړاندې دميډيا راپورونوکې ادعا شوې وه چې دامريکا دملي سلامتۍ مشاور جنرال جيمز جونز او داستخباراتي شبکې سي ائي اى مشر ليون پينيټا اسلام اباد ته دامريکا په نيويارک ښار کې دټائمز سکوائر دهاغه ناکامه موټري بم بريد د پيښې دپلټنو په هکله دخبرو لپاره اسلام اباد ته رسيدلي چې پړه يې په پاکستاني طالبانو اچول شوې وه.
دگل په شپه دواشنگټن څخه پاکستان ته دروانيدو څخه وړاندې جنرال جونز په امريکا کې دپاکستان دسفير حسين حقاني سره خبرې کړې وې او باور کيږي هغه دپاکستاني سفير سره دصدر اوباما دغيررسمي پيغام په مقصد هم خبرې کړي دي.
بايد وويل شي دمئ په لمړۍ نيټه دنيويارک په ټائمز سکوائر کې ديوې ناکامه موټري بم چاؤدنې هڅه شوې وه چې دهغې په تور فيصل شهزاد نومې پاکستاني نژاده امريکائي وګړى نيول شوى او دغه تن دپلټنو په مهال منلې وه چې هغه عسکري تربيت دپاکستان په ناقراره سيمه شمالي وزيرستان کې ترلاسه کړى دى.
څيړونکي وائي ددغه شکمن انکشاف څخه وروستو امريکا په پاکستان فشار سيوا کوي چې پوځيان يې دنورو سيمو پشان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې هم دموجودو طالب جنګيالو په ضد عمليات پيل کړي.
په تير وخت کې په پاکستان داسې تورونه لګيدلي ؤچې يواځې دهاغو تندلارو په ضد عمليات کوي چې پاکستان يې دخپلو ګټو دپاره خطره ګڼي خو دهاغو جنګيالو په ضد هيڅ رقم ګامونه نۀ اخلي چې دپولې پورې غاړه افغانستان کې په ائتلافي او افغاني ځواکونودبريدونو کولو څخه وروستو بيرته دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پټيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG