لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د واشنگټن د اوږدې مودې ملاتړ غوښتی دی - 2005-04-28


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د واشنگټن د اوږدې مودې ملاتړ غوښتی دی چی په افغانستان کی بیا گډگوډی او انارشی را نه شی چی د القاعده تروریستانو ته یې پناه ورکړې وه . ښاغلي کرزي نن دا وینا په کابل کی په یوه نظامی رسم گذشت کی وکړه چی په افغانستان کی د هغه حکومت د ړنگیدو د ١٣ می کالزیزي د را رسیدو په ارتباط وشو چی د پخواني شوروی اتحاد په ملاتړ جوړ شوی و . اسوشیټیډ پریس خبری آژانس رپوټ ورکوی چی ښاغلي کرزي د امریکا او بین المللی ټولني نه د مرستي تضمین وغوښت چی په افغانستان کی بیا هغه بحران او گډوډۍ را نه شی چی په تیرو شلو کالو کی یې تیری کړی وې . په دې رسم گذشت کی د افغانستان د ملی پوځ عسکرو چی دا مریکا له خوا روزل شوي دي برخه درلوده . دا هغه ورځ ده چی مجاهدینو په ١٩٩٢ کال کی د شوروی طرفدار جمهور رئیس نجیب اله را نسکور کړ . خو وروسته یې څلور کاله سختي فرقه یی جگړې وشوې څو چی طالبانو په ١٩٩٦ کال کی قدرت تر لاسه کړ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG