لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان جگړې په هکله بيا کتنه کې لاسته راوړنې کمزورې بلل شوي دي


دافغان جگړې په هکله بيا کتنه کې لاسته راوړنې کمزورې بلل شوي دي
دافغان جگړې په هکله بيا کتنه کې لاسته راوړنې کمزورې بلل شوي دي

د پاکستان او افغانستان په هکله دامريکائي حکومت يوه نوې نظرثاني د تندلارو په ضد پرمختگ ښائي خو دغه امنيتي لاسته راوړنې اوس هم کمزورې او دشاتگ جوگه دي.
دنظرثانۍ له مخې دالقاعده او طالب جنگيالو قوت کمزورى شوى دى.
رپورټ وائي ددغو لاسته راوړنو پياوړي لپاره به دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان لخوا دتندلارو خوندي ځالو ختمولو ته ضرورت وي.
بل لوري ته دواشنگټن پوسټ او اى بي سي يوه نظرپوښتنه په ډاگه کوي چې دافغانستان دجگړې لپاره ملاتړ زيات کم شوى دى.
دغه سروى وائي ريکارډ 60 فيصده امريکايان فکر کوي چې دافغانستان جگړه دکولو قابل نۀ ده او ددې په مقابل کې 34 فيصده خلک وائي چې دغه جگړه دې وشي.
تير کال 44ؤ فيصدو امريکايانو فکر کولو چې افغان جگړه دکولو جوگه نۀ ده.
دافغان جگړې په هکله دصدر اوباما انتظاميې دجاري کړي رپورټ ترمخه په افغانستان کې دپراخه شوې جگړې له امله دالقاعده جنگيالو په طاقت سخته ضربه لگيدلې ده.
درپورټ امريکائي دراروان کال دجولا ئي دمياشتې څخه به افغانستان څخه دامريکائي پوځيانو دوتلو عمل پيل شوي چې هم ددغه نيټې ژمنه صدر اوباما هم يو کال وړاندې کړې وه، دپوځيانو دويستلو رفتار او شميره لا اوس هم نۀ ده په ډاگه شوې.
امريکااو دهغې نيټو ائتلافيان تر کال 2014م پورې دافغانستان خپلوپوځيانو ته دامنيت دذمه وارۍ ورکولو اراده لري ، چې ددغه نيټې منظوري هم په نوې بيا کتنه کې ورکړل شوې ده.
صدر اوباما به دبياکتنې په نتيجه دزيارت په سحر په سپينه ماڼۍ کې ويناهم کوي.
تر ټولو سترې نتيجې دا دي چې په پاکستان کې دالقاعده مشرتابۀ دکال 2001 دستمبر دمياشتې څخه زيات کمزورى دى او او طالبان چې په افغانستان کې دتشدد او بې ثباتۍ يوه پرله پسې سرچينه ده دهغوي طاقت په تيرو 12ؤ مياشتو کې دهغوي قوت ولاړ او په شا تمبيدلى دى.
راپور تجويز ورکوي چې دطالبانو په ضد شوې لاسته راوړنې اوس هم کمزورې او بيا دلاسه دوتلو جوگه دي.
په بيا کتنه کې وئيل شوي دي په کومه طريقه چې افغاني او ائتلافي ځواکونه دطالبانو مرکزي سيمې قندهار او هلمند پاکوي دهغې څخه پرمختيا زياته واضحه کيږي
دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې چئيرمين ايډمرل مائيک مولن دزيارت په ورځ په قندهار کې امريکائي پوځيانو ته وئيلي وؤ دوي يوه صحيح ستراتيژي په لاس کې لري.
ټاکل شوې ده دافغاني پوليسو او پوځ شميره په راتلونکو دوؤ کلونو کې 300,000ؤ ته زياته کړل شي.
گمان کيږي هغوي د25,000 څخه نيولې تر 30,000ؤ پورې طالب جنگيالو او نورو ياغيانو سره مخ دي.
دالقاعده په هکله په نظرثانۍ کې وئيل شوي دي په کال 2001 کې دافغانستان څخه دتښتيدو راپديخوا په پاکستان دالقاعده تر ټولو مهم مشرتابۀ پرله پسې دفشار لاندې دى.
رپورټ کې خبردارى ورکړى شوى دى چې دالقاعده لپاره اوس هم امريکا تر ټولو ستر هدف دى او پاکستان او افغانستان اوس هم ددغه ډلې لپاره چې په يوولسم ستمبر يې په امريکا بريدونه کړي وؤ فعاله مرکز دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG