لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د افغانستان دپاره 2021 د ګډوډۍ کال و 


د رویټرز خبري ادارې ترمخه د نهې، سه شنبې، په ورځ طالب وسله والو په کابل کې د مېرمنو یوه مظاهره منتشر کولو دپاره هوايي ډزې وکړې
د رویټرز خبري ادارې ترمخه د نهې، سه شنبې، په ورځ طالب وسله والو په کابل کې د مېرمنو یوه مظاهره منتشر کولو دپاره هوايي ډزې وکړې

په داسې حال کې چې 2021 په ختمېدو دی، ای اېف پي خبري ادارې په افغانستان کې حالاتو ته کتنه کړې او په خپل رپورټ کې وايي په دې کال کې به د افغانستان په شان ګډوډي د دنیا بل کوم ملک نه وي لېدلي خو د افغانانو مشکلات لا اوس هم ختم نه دي.

رپورټ وايي افغانستان د اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او د ژمي په یخ کې ګڼ شمېر افغانان د بنیادي ضرورت شیانو دپاره مرستې ته اړتیا لري.

په کال 2021 کې طالبان بیا په داسې ناڅاپي انداز کې د افغانستان واکمن شول چې ای اېف پي وايي نه یوازې دنیا بلکې خپله طالبان یې هم حېرانه کړل او افغانان یې په دې فکر اخته کړل چې دا څه وشول او په اینده کې به څه کېږي؟

رپورټ وايي د طالبانو دپاره یوه لویه مسله دا ده چې څنګه ځان د یو باغي قوت نه په یوه انتظامي اداره کې بدل کړي چې په یو پېچیده او متنوع ملک حکومت وکړی شي؟

او د امریکې او د نېټو په شان مغربي ملکونه دا ویره لري چې په افغانستان کې د حالاتو دلاسه به په زرګونو خلک د دوی په لوري هجرت ته مجبور شي او د القاعده په شان ترهګرې ډلې به بیا په افغانستان کې پناه وموموي. ای اېف پي په خپل رپورټ کې وايي د عامو افغانانو دپاره خوراک، سرپناه او روزګار تر ټولو لوی ترجیحات دي او د طالبانو د سخت دریځۍ تر ټولو لوی قیمت مېرمنې ادا کوي.

په افغانستان کې په حالاتو نظر ساتوونکې ډلې افغانستان اېنلېسټس نېټ ورک نومې ادارې دپاره خپلې څېړڼې کې کېټ کلارک لیکلي چې په افغانستان د طالبانو واکمنېدل تباه کن اثرات لري. مېرمن کلارک وايي په داسې حال کې چې طالبانو د جنګ دلارې حکومت د نیولو کوښښونه کول دې ته یې پام نه کولو چې د مرستې نه بغیر به ریاست څنګه چلوي.

تېره هفته د ملګرو ملتونو امنیتي شورا یا سېکیورټي کاونسل د امریکې هغه قرارداد منظور کړو چې هدف یې افغانانو ته بشري امداد رسوول او دا خبره یقیني کول دي چې دغه مرسته د طالبانو په لاس ورنشي
تېره هفته د ملګرو ملتونو امنیتي شورا یا سېکیورټي کاونسل د امریکې هغه قرارداد منظور کړو چې هدف یې افغانانو ته بشري امداد رسوول او دا خبره یقیني کول دي چې دغه مرسته د طالبانو په لاس ورنشي

ای اېف پي وايي طالبانو دپاره بله لویه مسله د حکومت نظام نسکورېدل هم دي، زیاترو حکومتي کارکوونکو د تېرو څو میاشتو راهسې معاشونه نه دي ترلاسه کړي او اکثر خواهش نلري چې کار ته لاړ شي.

د افغانستان د خارجه وزارت یو افسر چې ای اېف پي ته یې خپل نوم حضرالله څرګند کړی وايي پخوان به یې د نورو ملکونو سره د تجارت په معاملو کار کولو خو طالبانو د واکمنېدو نه پس کار دپاره څه نه وي، چا ته دا نه ده معلومه چې تجارتي معاملې څنګه مخکې بوځي؟ "هېڅ څوک نه پوهېږي."

ای اېف پي وايي که څه هم طالب مشران دا تاثر د وړاندې کولو کوښښونه کوي چې موجوده واکمني یې د پخواني حکومت نه بدله ده خو مېرمنې د کار روزګار او د تعلیم په لړ کې د بندیزونو سره مخامخ دي او په ورستیو کې یې د محرم نه بغیر د ښځو په سفر پابندي لګولې ده.

د طالبانو په کابینه کې د مېرمنو په نشتوالي نړیوالې ټولنې تشویش څرګند کړی دی او د نهې، سه شنبې، په ورځ په کابل کې مېرمنو د تعلیم او روزګار د حق دپاره بیا مظاهره وکړه. د دې نه وړاندې هم مېرمنو په کابل کې دا ډول احتجاجونه کړي دي.

ای اېف پي وايي طالبان د مېرمنو په اړه د خپلو فېصلو دفاع کوي او وايي دا د مېرمنو د ګټې دپاره دي. خبري اداره زیاتوي چې طالبان کله دا خبره کوي نو د دې حقیقت نه سترګي اړوي چې مېرمنو دپاره د تېرو څو کلونو راهسې تر ټولو زیات خطر خپله د طالبانو دلاسه پېدا شوی دی.

ای اېف پي وايي په دې کې هېڅ شک نېشته چې طالبانو د واکمنېدو نه پس امنیت ښه شوی خو د داعش حملې خصوصاً د شعیه ټولنې او د طالبانو په ضد زیاتې شوي دي.

رپورټ وايي د دې هر څه باوجود د افغانستان د اینده ټاکنه به اقتصادي صورتحال کوي، په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو خبرداری کړی چې په افغانستان کې انساني بحران پېدا کېدلی شي. د بشري چارو دپاره د ملکرو ملتونو رابطه دفتر ویلي په افغانستان کې 23 مېلین خلک یا د ابادۍ 55 فیصد برخه د لوږې د خطر سره مخامخ ده.

تېره هفته د ملګرو ملتونو امنیتي شورا یا سېکیورټي کاونسل د امریکې هغه قرارداد منظور کړو چې هدف یې افغانانو ته بشري امداد رسوول او دا خبره یقیني کول دي چې دغه مرسته د طالبانو په لاس ورنشي.

ای اېف پي وايي طالبانو د قرارداد هرکلی وکړو او دا یې ښه ګام وبللو. څېړونکي وايي نړیواله مرسته د افغانانو په ګټه ده خو په نړیواله کچه د افغانستان خارجي قطع شوی او هېواتد یوازې شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG