لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالی افغانستان کې ٦ امدادي کارکونکې وژل شوي


رپورټونه وايي په داسې مهال چې د نیټو ځواکونو افغانستان نه د بیرته تگ تیاری کوي، طالبانو خپل حملې تندې کړې دي
رپورټونه وايي په داسې مهال چې د نیټو ځواکونو افغانستان نه د بیرته تگ تیاری کوي، طالبانو خپل حملې تندې کړې دي
د افغانستان په شمالي فاریاب ولایت کې د وسله والو شپږ امدادي کارکونکې وژلې او یو يي زخمي کړی دی.
د فاریاب پولیس ویلي حمله کونکو د فرانس امدادي ادارې ایکټډ افغان کارکونکو باندې حمله وکړه.
د چارواکو د وینا ترمخه حمله کونکو وړمبې د امدادي کارکونکو موټر ودرولو او بیا يي پې ډزې وکړې. شپږ کسان ووژل شو او اووم کس زخمي.
په سمدستي توگه د حملې د ذمه وارۍ په هکله څه رپورټ نه دی راغلی خو افغان او افغانستان کې میشته د نړي وال ائتلاف چارواکې دداسې قسمه حمله پړه په طالبانو اچوي. ویل کیږي طالبان په خارجي امدادي ادارو د عیسائیت د تبلیغ او د جاسوسۍ الزام لگوي.
په تیرو وختونو کې وسله والو په خارجي امدادي ادارو د حملو ذمه واري اخستي هم ده.
رپورټونه وايي په داسې مهال چې د نیټو ځواکونو افغانستان نه د بیرته تگ تیاری کوي، طالبانو خپل حملې تندې کړې دي.
د افغانستان شمالي سېمې نسبتاً امناکې گڼلی کږي. تجزیه کاروايي د طالبانو زیاتره کاروائي د افغانستان د پښتنو اکثریتي جنوبي سیمو کې لیدل کیږي چې د پاکستان سره په سرحد پرتې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG