لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هیومن رایټس واچ: جنبش خلاف دې د ملکي خلکو د وژلو په سر تحقیقات وشي


جنبش ملي د افغانستان وړمبي نایب صدر عبدالرشید دوستم حمایت کونکي مسلح ډله ده
جنبش ملي د افغانستان وړمبي نایب صدر عبدالرشید دوستم حمایت کونکي مسلح ډله ده

د انساني حقوقونو یو نړي وال تنظیم په افغان حکومت غږ کړی چې د افغانستان په شمالي فاریاب ولایت کې د ملکي کسانو د قتل عام او د ملکي خلکو خلاف د زور زیاتي د پیښو تحقیقات دې وکړي. تنظیم ویلي د تشدد په دغه پیښو کې جنبش نومې گوند لاس لري.

په نیویارک کې میشته هیومن رایټس واچ نومې غیر حکومتي ادارې ویلي په فریاب کې يي د جون په میاشت کې د شوي یوې حملې ورسته تحقیقات کړې دي چې پکې د جنبش ملي اسلامي د ککړتیا شواهد موندلې دي.

جنبش ملي د افغانستان وړمبي نایب صدر عبدالرشید دوستم حمایت کونکي مسلح ډله ده.

هیومن رایټس واچ ویلي رپورټ يي په فریاب کې د حملې ورسته ځايي خلکو سره د مرکو ورسته تیار کړی دی.

په افغانستان کې ملکي خلکو ته د مشکلاتو په اړه په خپل یو رپورټ کې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر یوناما هم ویلي چې افغان حکومتي عسکرو او د جنبش وسله والو په فاریاب کې د جون د میاشت په ٢٦ نیټه حمله وکړه چې پکې ١٣ کسان ووژل شو او ٣٢ نور زخمیان شول.

کله چې طالب وسله وال د سیمې نه ووتل، د جنبش مسلح کسانو د پښتنو د اکثریتي ابادۍ په څلورو کلو حمله وکړه او په هغوي يي طالبانو د حمایت الزام ولگولو. په دغه حمله کې پنځه ملکي کسان ووژل شو او ١٢ نور زخمیان شول.

د هیومن رایټس واچ مامورین وايي چې ځايي خلکو ورته ویلي په کلو د جنبش د حملې په وخت افغان عسکر نه خو د جنبش وسله وال منع کول او نه يي په زور زیاتي کې ککړ کسان نیول.

ویل کیږي چې صدر اشرف غني هم ددغه پیښې د تحقیقاتو امر کړی دی او د جنبش ځینې غړي نیول شوي هم دي.

د جنبش ترجمان بشیر احمد د هیومن رایټس واچ رپورټ رد کړی او وي او ای ته يي ویلي د ډلې کوم غړي په فریاب کې په حکومتي عملیاتو کې نه وو ککړ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG