لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان بحراني اقتصاد: د یو ډالر بېعه ۱۲۵ افغانیو ته لوړه شوه


د افغانستان تېزېدونکی اقتصادي بحران د شورو/چهارشنبې په ورځ د افغانۍ د قدر په کمېدو سره نور هم ژور شو. د کابل په آزاد بازار کې نن (د ډسمبر په ۱۳مه)، د یو ډالر بېعه ۱۲۵ افغانیو ته لوړه شوه چې تر اوسه داسې څه نه و لیدل شوي. د ډالر قیمت صرف یوه هفته مخکې، د ۱۰۰ افغانیو نه ښکته و.

د افغانۍ کم قدره کېدلو، د افغانستان په بازارونو سخت اثر کړی او د خوراکي موادو بېعې ډېرې په بره ختلي دي.

په اګسټ میاشت کې واک اختیار ته د طالبانو د رسېدو نه پس چې په افغانستان بهرني امدادونه یو دم بند شول، د افغانستان کمزوری اقتصاد ته یې سخته جټکه ورکړه او د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې، ممکن د افغانستان د اقتصاد ارزښت په یو کال کې شل فیصده راټیټ شي. د اقتصاد د خرابېدو یو تصویر، د افغانۍ په کم قدره کېدو کې لیدلی شي. مخکې له دې چې طالبان په کابل ولقه ولګوي، یو ډالر به په ۷۷ افغانیو بدلېده، خو د طالبانو د راتګ وروسته پر له پسې د افغانۍ قدر کمیږي او په تېرو ورځو کې دا لړۍ یو دم تېزه شوله.

د کابل د زرمبادلې مشهوره بازار، سرای شهزاده د صرافانو یو مشر محمد طاهر قیومي رائټرز خبري اېجنسۍ ته ویلي چې،"ډالر د بازار نه ورک شوي دي."

د ګل/دوشنبې ورځې په سهار د ډالرو قیمت ۱۱۲ افغانۍ و، خو تر ماسپښینه پورې یې قیمت ۱۲۵ افغانیو ته بره وخوت، چې بیا په شهزاده سرای کې د لنډې مودې دپاره د زر مبادلې اخیستل راخیستل بند شول. ځینو صرافانو ویل چې د خوراکي موادو سترو مارکېټونو سمدستي خپل د موادو بېعې د ډالرو د نوي قیمت په بنیاد بدلې کړې، او دې سره په خلکو باندې چې له وړاندې لا د معیشت له ستونزې سره لاس او ګرېوان دي، فشار نور هم سېوا شو.

د دې ترڅنګ، د کابل ښار په ځینو برخو کې د کورونو په کرایه کې هم یو دم اضافه راغلې، ځکه په ځینو سیمو کې د کورونو کرایه نېغ په نېغه د ډالر د بېعو سره تړلې ده.

د افغانستان د کرنسۍ کم قدره کېدل په داسې حال کې مخې ته راځي چې د طالبانو د واکمنۍ لاندې بنکي سیسټمونه هم بحران ځپلي دي، د امریکا له اړخه د لګېدلو پابندیو له وجهې یې بهرنیو بنکونو سره تعلقاتو کې ستونزې راغلي، او خلک نشي کولای په آسانۍ سره د بنکونو نه خپلې پیسې راوباسي.

د جمعې په ورځ د امریکا د خزانې وزیر یوه هدایتنامه جاري کړه چې له مخې یې اوس امریکا کې خلک کولای شي خپلو خپلوانو ته په افغانستان کې پیسې ولیږي. خو د افغانستان نهه بلینه ډالره خارجي زرمبادله چې د طالبانو د واکمنېدو نه پس په امریکا کې منجمد شوې، اوس هم آزاده شوې نده.

د سرای شهزاده د صرافانو مشر محمد طاهر قیومي وایي چې د طالبانو د نوي حکومت سره سیاسي اختلاف دې داسې استعمال نشي چې عوام افغانان دې په کې وځورېدل شي. هغه وایي: "دا یوازې د طالبانو مسئله نده. دا ټول مشکلات د عوامو خلکو دپاره جوړیږي. خلک کرایه ورکول لري، خوراکي مواد اخیستل لري."

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG