لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان د حکومتي چارو په اړه د مشورې دپاره د دیني عالمانو شورا راغواړي


طالبان اوس مهال د سختو اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخامخ دي او هېڅ ملک دوی په رسمیت نه پېژني
طالبان اوس مهال د سختو اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخامخ دي او هېڅ ملک دوی په رسمیت نه پېژني

افغانستان کې واکمن طالبان وایي چې دوی غواړي د حکومتدارۍ په چارو کې د سلا مشورو دپاره د دیني عالمانو یوه شورا راوبولي، او تمه ده چې په دې شورا کې به د ښځو د حقونو په اړه هم ملایان خپل نظر څرګند کړي.

تر اوسه دا نده معلومه چې طالبان به د دیني علماوو دا شورا څه وخت او څنګه راوغواړي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان یو ځايي ټلوژن، طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، "مونږ ته د اسلامي ارزښتونو پر بنیاد، په کار ده چې د حکومت چارې د دغو ارزښتونو سره برابرې کړو. په همدې وجې په ځینو مسایلو کې چې اختلاف نظر موجود دی، لکه د ښځو د حقونو په برخه کې، په کار ده چې دیني علما خپل نظریات د حکومت سره شریک کړي چې بیا مونږ د هغو د فیصلې په بنیاد حکومتي چارې پر مخ یوسو."

قریب پنځه میاشتې وشوې چې طالبانو په افغانستان کې واک اختیار ترلاسه کړی، خو تر اوسه یې په ډېرو برخو کې تګلاره نده روښانه شوې. طالبانو د جینکو په تعلیم او د ښځو په کار کولو اوس دستي بندیز لګولی، مګر په دې موده کې څو ځله خبر ورکړل شو چې په ځینو ولایتونو کې د جینکو سکولونه بېرته خلاص شول، خو وروسته هغه هم بېرته وتړل شول او داسې څرګنده شوه چې طالبان په دې ډول مسایلو کې یوه خوله ندي.

څه موده وړاندې د طالبانو د مشر ملا هبت الله آخندزاده له آدرسه د ښځو د حقونو په اړه یو حکمنامه خوره شوه چې هغه کې صرف د ښځو د شخصي حالاتو لکه واده کول او یا په بدو کې د ښځو د ورکولو مخنیوی او داسې نور مسایل یاد شوي و، خو د ښځو د کار او تعلیم په اړه یې هېڅ څه هم نه و ویلي.

طالبانو په کراتو دا ویلي چې د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د حقونو ساتنه به کوي، خو دا چې د دوی له نظره اسلام کې د ښځو ريښتوني حقوق څه دي، په دې اړه یې نور وضاحت ندی ورکړی. اوس به دا وضاحت د ملایانو هغه شورا وړاندې کوي چې طالبان یې راغواړي.

بل اړخ ته که څه هم طالبانو خپل حکومت او نګران وزیران اعلان کړي، مګر تر اوسه یو ملک هم دوی په رسمیت ندي پېژندلي. طالبانو په ټولو حکومتي ادارو کې د مشرۍ عهدې خپلو کسانو ته ورکړي چې زیاترو یې صرف دیني تعلیم کړی دی. د افغانستان سیاسي او اقتصادي حالات ورځ تر بلې په خرابېدو دي، طالبانو د حکومتي مامورینو تنخواګانې زیاتره ندي ورکړي، او ملکي او بنکي چارې هم تر ډېره حده ټکنۍ دي.

د ډالرو په مقابله کې د افغانۍ قیمت په بې ساري توګه رالوېدلی او د ځایي رسنیو په حواله، د اتوار/یکشنبې په ورځ په آزاد بازار کې د یو ډالر بیعه له ۱۱۰ افغانیو هم واوړېده.

په ورته وخت کې طالبانو د دې خبر هرکلی کړی چې بهر کې د افغانستان دپاره ۲۸۰ میلینه ډالره منجمد شوې پېسې به آزادې شي. فرانس پریس خبري ایجنسۍ ویلي چې د نړیوال بنک ازادې شوې پیسې به د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسیف او د خوراک نړیوالې ادارې ته په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره ورکول کېږي.

بل اړخ ته برطانیې اعلان کړی چې د نړېوالو تنظیمونو د لارې به د افغانستان خلکو سره د ۷۵ میلینه پونډه بشري مرسته وکړي، خو دا پیسې به طالبانو ته لاس کې نه ورځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG