لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: ځایي خلکو په غزني کې زمونږ د راغورځېدلي جهاز مړي په عزت سمبال کړي


امریکایي ځواکونو د نهې/سې شنبې په ورځ د افغانستان په غزني ولایت کې د خپل یو راغورځېدلي جهاز د دوو امریکایي پوځیانو مړي تر لاسه کړل. په افغانستان کې مېشتو امریکایي قواوو دا هم ویلي چې د هغو په باور، د راغورځېدلې الوتکې بلېک باکس یا د معلومات د ثبت برخه یې هم لاس ته راوړې ده.

امریکایي چارواکو ویلي په څارگر جهاز کې یوازې دوه تنه سپاره و. که څه هم د دغو دوو تنو مړي انتقال شوي، خو تر اوسه یې نومونه نه دي اعلان شوي، ځکه لومړی باید د هغوی کورنۍ خبرې شي. دغه جهاز د گل یا دوشنبې په ورځ، د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې راوغورځېده. طالبان د غزني ولایت اکثره برخې په واک کې لري.

د سیمې یو اوسېدونکي وي او اې ته وویل چې دوی پرون د نهې/سې شنبې په ورځ امریکایي هیلیکوپټرې ولیدلې چې د پېښې ځای ته نږدې شوې او بیا یې د درنو چاودنو غږ هم واورېد.

امریکایي ځواکونو پخپل بیان کې د ځایي خلکو نه مننه کړې ده چې په دې پېښه کې د دوو امریکایي کسانو مړي یې په عزت سمبال کړي دي.

امریکایي ځواکونو دا هم ویلي چې د مړیو له لاس ته راوړلو او د هغې برخې د راایستلو وروسته چې فکر کیږي د طیارې د معلوماتو د ثبت برخه به وي، دوی په سیمه کې د رالوېدلي جهاز پاته شوني ټول له منځه وړي دي.

په کابل کې د امریکایي ځواکونو مرکز پخپل بیان کې ویلي چې د څارگرې طیارې د راغورځېدو په اړه لا پلټنې روانې دي، خو داسې هېڅ کومه نښه نښانه نشته چې گني دا جهاز دې د دښمن لخوا ویشتل شوې وي.

که چېرته د پلټنو نتیجه هم همدا وښیي چې طیاره نده ویشتل شوې بلکې پخپله راغورځېدلې ده، نو دا گومان نه کیږي چې په افغانستان کې د امریکا د دې څارگر جهاز د راغورځېدو پېښه دې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې تر اثر خپل لاندې راولي.

یو ځایي خبریال، طارق غزنیوال پرون وویل چې هغه اوراخیستی جهاز ولید. غزنیوال اسوشیتد پرېس سره په خبرو کې ویلي چې هغه دوه مړي هم لیدلي او د سترگو لیدلی حال یې دا و چې د جهاز مخکینۍ برخه سخته سوځېدلې وه او نورې برخې یې هم ډېرې زیانمنې شوې وې.

ځایي خبریال دا هم وویل چې دا څارگره الوتکه په غزني کې د امریکایي پوځیانو له یو مرکز نه خواوشا لس کیلومټره (٦) مایله لېرې راغورځېده او سمدستي وروسته، د پېښې د ځای د حفاظت دپاره ځایي طالبان وگومارل شول.

دا E-11A ډوله څارگره طیاره وه چې د پوځي کارپوهانو په وینا، په هوا کې د نورو پوځي او څارگرو جهازونو ترمنځ د اړېکو او هدایاتو د سمبالولو دنده لري. د افغان هوایي ځواکونو یو پخوانی افسر، جنرال (ر) عبدالوهاب وردگ وایي امریکا له ٢٠١٥ کال راهیسي په افغانستان کې څلور دغسې جهازونه په کار اچولي دي او مرکز یې د کندهار پوځي ائیرپورټ دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG