لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان وایي د هیچا پوروړی نه دی او د آی اېم اېف ټولې سپارښتنې یې پرځای کړي دي


افغانستان د مالیې (خزانې) وزیر محمد همایون قیومي وایي چې هیواد یې د هیڅ کوم نړېوال بانک یا مالي ادارې قرضداره نه دی، او اوس د خپلو پرمختیایي منصوبو لپاره د قرضو د اخیستو خیال لري.

ښاغلی قیومي وایي هیواد یې په تیرو څو کلونو کې، هغه شاخصونه یا سپارښتنې چې آی اېم ایف (نړېوال مالي ادارې) ورکړې وې، هغه یې ټول پرځای کړي او پکې بریالی پاته شوی دی.

ښاغلي قیومي وي او اې ـ ډېوه ته وویل چې افغانستان اوس غواړي د خپلو ترقیاتي منصوبو دپاره له نړېوالو بینکونو څخه پور واخلي، او دې پور اخیستو ته یې ټول شرایط هم پوره ښکاري.

د افغانستان د مالیې وزیر چې د آی اېم اېف او د نړېوال بینک د سپرلي په غونډه کې د گډون لپاره واشنگټن ته راغلی و، د وي او اې ډېوه برخې له مشر، نفیس ټکر سره په یوه مرکه کې وویل چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د خودکفایي دپاره یو شمیر ترقیاتي پروگرامونه لري چې شمیر یې ۴٠ ـ ٣٥ ته رسیږي.

د افغانستان د مالیې وزیر وویل چې دغه منصوبې د زراعت، کور جوړولو، او بجلۍ په برخو کې په نظر کې نیول شوي دي، او وکتل شي چې د دغو پرو‏ژو د مخ ته وړلو دپاره به څومره امکانات وي چې قرضې واخیستل شي، او وروسته چې دا منصوبې په گټې راشي، نو له گټلو پیسو به یې بیرته قرضې ادا شي.

ښاغلي همایون قیومي پخپلې مرکې کې څرگنده کړه چې افغانستان د ٨،٥ بیلینه ډالرو د قرضې اخیستلو خیال لري.

هغه دا هم وویل چې د افغانستان عواید (آمدن) په تیرو څلورو کلونو کې، قریب ٩٠ فیصده سېوا شوی او سږ کال به هم د اټکل شوې کچې نه زیات شي. د هغه وینا ده چې د افغانستان جي ډي پي (ټول کلنی پیداوار) خواوشا ٢٢ بیلینه ډالرو ته رسیدلی او دوی غواړي چې دا کچه نوره هم لوړه کړي. ښاغلي قیومي د افغانستان په مالي انتظام کې د پام وړ لاسته راوړنو خبر هم ورکړ.

افغان حکومت هڅه کوي چې د هېواد په بازارونو کې د پردېو کرنسیو د چلند مخه هم ونیسي
افغان حکومت هڅه کوي چې د هېواد په بازارونو کې د پردېو کرنسیو د چلند مخه هم ونیسي

افغانستان او آی اېم اېف

افغانستان د ١٩٥٥ کال په جولائی میاشت کې د نړېوالې مالي ادارې (آی اېم اېف) غړی شو. اوس مهال آی اېم اېف په کابل کې خپل دفتر لري او د افغانستان مالي پرمختگ او کړو وړو باندې یې نظر ساتلی دی.

د آی اېم اېف له نظره، افغانستان د خپلو مالي سرچینو په انتظام کې بریالی دی او عواید یا مالي آمدن یې هم سېوا شوی دی، که څه هم تر اوسه د دولت زیاتره بجټ یې په نړېوالو مرستو ولاړ دی.

د آی اېم اېف د یوې ټاکل شوې ډلې مشر، کریسټوف ډوېنوالډ تیره میاشت دوبی ته ولاړ او هلته یې د افغانستان د معیشتي پروگرام پر پنځمې ارزونې بحث وکړ. له دې بحث وروسته، ښاغلي ډوېنوالډ یو بیان جاري کړ او هغه کې یې وویل چې د افغانستان ټول کلنی پیداوار (GDP) به نوره هم سېوا شي.

په بیان کې لیکل شوي: "د اټکل له مخې، د افغانستان د جي ډي پي وده په ٢٠١٨ کې، ٢،٧ فیصده وه چې له مخکیني اټکل نه لږه اوچته وه، ځکه د وچکالۍ له امله چې په زراعت کې کمزوري راغلی وه، د هغه په نسبت په صنعتي برخه کې کار ډېر وشو. پیشبیني کیږي چې په ٢٠١٩ کې به د جي ډي پي وده، ٣ فیصدو ته اوچته شي."

د آی اېم اېف چارواکو په باور، جي ډي پي به سږکال له دې امله لوړه شي چې تیر کال افغانستان وچکالۍ ځپلی و، خو سږ کال اوبه ډیرې دي او زراعت به ښه نتیجه ورکړي.

بل پلو د آی اېم اېف د اټکل له مخې، په افغانستان کې به سږکال د انفلیشن یا افراط زر منځنۍ کچه ١،٨ فیصده وي. نړېواله مالي اداره دا هم وایي چې د افغانستان د نغده پیسو او د پیسو نړېوالو ذخیرو انډول هم په ډېره ښه کچه ولاړ دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG