لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېچ ار ډبلیو: افغانستان دې د داعش نیول شوی مشر په جنګي جرمونو تورن کړي


د افغانستان استخباراتي‌ ادارې ملي امنیت دوه ورځې دعوه وکړه چې عبدالله اورکزی چې د اسلم فاروقي په نوم هم یادیږي افغان ځانګړو ځواکونو د خپلو ګڼ شمېر نورو ملګرو سره نیولی دی
د افغانستان استخباراتي‌ ادارې ملي امنیت دوه ورځې دعوه وکړه چې عبدالله اورکزی چې د اسلم فاروقي په نوم هم یادیږي افغان ځانګړو ځواکونو د خپلو ګڼ شمېر نورو ملګرو سره نیولی دی

د انساني حقونو نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ د افغانستان په حکومت غږ کړی چې په افغانستان کې د داعش نیول شوي مشر عبدالله اورکزي باندې دې په جنګي جرمونو کې د ککړتیا په الزاماتو مقدمه جوړه کړي.

د افغانستان استخباراتي‌ ادارې ملي امنیت دوه ورځې دعوه وکړه چې عبدالله اورکزی چې د اسلم فاروقي په نوم هم یادیږي افغان ځانګړو ځواکونو د خپلو ګڼ شمېر نورو ملګرو سره نیولی دی.

په نیویارک کې مېشته هیومن رايټس واچ د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل اسلم فاروقي چې په کندهار کې نیول شوی دی داعش خراسان ډلې یې په افغانستان کې د ګڼ شمېر حملو ‌‌ذمه واري منلې ده چې پکې په لویه شمېره کې ملکي کسان وژل شوي دي. ادارې وویل چې افغانستان دې د انساني حقونو نړیوالو معیارونو سره سم په اسلم فاروقي مقدمه وچلوي.

اېچ ار ډبلیو وویل د عبدالله فاروقي نیول کېدل د افغان مامورینو دپاره یوه موقع ده چې وښايي دوی صلاحیت لري د جنګي جرمونو او د نور ظلم ښکار شویو خلکو دپاره انصاف ترلاسه کولی شي. ادارې وویل افغانستان د جنګي جرمونو ښکار شویو خلکو دپاره د انصاف ترلاسه کولو څه ډیر ښه ریکارډ نه لري.

هیومن رایټس واچ وویل د ۲۰۱۶ نه تر د کال ۲۰۱۸ پورې داعش خراسان ډلې په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې د شیعه مسلک په جوماتونو او نورو ځایونو حملې کړي او د زرګونو په شمېره کې یې خلک وژلي او زخمیان کړي دي اړ تېره میاشت یې په کابل کې د سک مذهب په عبادتخانه حمله کې ۲۵ کسان ووژل.

هیومن رایټس واچ وویل دا د افغانستان ‌‌ذمه واري ده چې په اسلم فاروقي او په سنګینو جرمونو کې ککړ نورو کسانو باندې د اعتماد وړ مقدمه وچلوي."

د افغانستان د ملي امنیت له دفتره رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې وویل شو چې له عبدالله اورکزي سره یې د داعش خراسان ډلې ۱۹ نور کمانډران هم نیولي چې وایي په هغوی کې دوه نور مهم کسان قاري زاهد مشهور په معاذ او سیف الله مشهور په ابو طلحه هم نیولي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG